د اسلام د لومړیو وختونو د مجاهدانو اخلاقی خصوصیات

د اسلام د لومړیو وختونو د مجاهدانو اخلاقی خصوصیات

1 شهادت غوښته

شهادت غوښته د کفر په محاذ باندې د اسلام د لښکریانو د بریالیتوب لپاره یو مهم خصوصیت دی. د اسلام لښکریانو د همدې دې خصوصیت له سببه د حقو لپاره لوی بریالیتوبونه ترلاسه کړل. ځکه چې د حقو په اړخ کښې داسې مجاهدان وو چې د جنګ په میدان کښې قتلیدل به یې ژوند او لوی ویاړ او فخر ګڼه؛

 

او د باطلو اړخ ته داسې کسان وو چې مرګ بې هلاکت ګڼه او له مرګه به تښتیدل. د داسې باور او عقیدې نتیجه وه چې د حقو په اړخ کښې به يې شوق او جذبه اچوله او د باطلو اړخ به بې جذبې او بې شوقه کیده.

قرآن مجید شهادت حقیقی ژوند ګڼي او شهیدان تل پاتې ژوندي ګڼي او د شهادت غوښته د یو لوي ارزښت په توګه ستايي. د قرآن کریم له نظره د الله په لار کښې وژل کیدل او شهادت، ژوند ګڼي او د الله تعالی نعمتونو او رزق ته رسیدل ګڼي او هغه کس ته چې د الله تعالی په لاره کښې شهید شي یوه لوړه درجه او اوچت مقام ورکوي.

د اسلام د لومړي وختونو د مجاهدانو یو لوي خصوصیت شهادت سره مینه وه. د بدر د جنګ په وخت د شهادت غوښته د اسلام په لښکر ښه څرګنده وه او په دې لارې کښې به یوه تر بله مخکښې کیدل؛ تر دې حده چې پلار او زوي له یوه بله د مخکښې کیدو لپاره قرعه واچوله؛ ځکه چې یو کس هم دا نه غوښتل چې مدینې کښې پاتی شي او له شهادته بې برخې شي.

دغه د شهادت غوښتې عقیده چې انسان شهادت ته هڅوي او د معنویت ټولې معجزې له دغه لوړ فکره او په الله باندې له باوره او الله سره له مینې او عاشقۍ راوځي. د خدای رسول(ص) چې د بدر په جنګ کښې کله ولیدل چې د اسلام په لښکر کښې ځینې ماشومان هم د شهادت په مینه کښې راوتلي دي نو د هغوي د کم عمرۍ له سببه يې هغوي ستانه کړل. په هغوي کښې یو ځوان چې نامه يې عمېر ابن ابی وقاص وه چې د شپاړسو کالو و کله چې یې ولیدل چې پیغمبر(ص) ماشومان بیرته ستنوي نو ځان يې له رسول الله(ص) پټ کړ، د هغه ورور ورته وویل: دا څه کوې؟ ويې ویل: له دې ویریږم چې هسې نه د خدای رسول(ص) مې وګوري او ما بیرته ستون کړي؛ په داسې حال کې چې زه غواړم تاسو سره جنګ ته لاړ شم کیدی شي خدای راته شهادت نصیب کړي. هغه اخر هم د بدر په جنګ کښې ګډون وکړ او خپل ارمان ته ورسید.

د احمد په جنګ کښې یو زوړ سړی چې نامه يې خیثمه وه چې زوې يې د بدر په جنګ کښې شهید شوی و، د خدای رسول(ص) ته راغی او ویې ویل: ای د خدای رسوله(ص) زړه مې ډېر غواړي چې خپل زوي ته ورسیږم، له تا غواړم چې ماته دعا وکړې چې شهادت مې نصیب شي. پیغمبر(ص) د هغه زوړ عارف کس لپاره دعا وکړه او هغه د احد په جنګ کښې شهید شو.

د اسلام د لومړیو وختونو مجاهدان به نه یواځې د جنګ په میدان کښې له جنګ نه وېرېدل بلکې دا دعا به يې کوله چې الله ورته شهادت نصیب کړي. د موته په جنګ کښې د زید بن حارثه او جعفر ابن ابی طالب له شهادته وروسته، د رسول الله(ص) د حکم مطابق عبدالله بن رواحه د اسلام د لښکر بېرغوال شو. هغه په دښمن باندې برید وکړ په داسې حال کښې چې غږونه يې کول: … ای زما ځانه! که د الله په لاره کښې شهید نه شې نو يه یقین سره چې مرګ به درله راشي. که د دغه دوو (زید او جعفر) لارې ته دوام ورکړې نو هدایت به شې او که په دې لارې کښې سستي وکړې نو بدبخت به شې.

مالک اشتر، د اسلام د لښکر سردار چې تل به يې له الله شهادت غوښته، د شام د لښکر په وړاندې يې داسې رجز وویل: «ای خدایه! د دښمن تورې راته تیارې کړه او د کافرانو په لاس راته شهادت نصیب کړه».

2 د خدای یاد

د الله تعالی ذکر او یاد د پروردګار په نزد له ډېرو پاکو عملونو دی او د ښو مومنانو او نیکانو خصوصیت او د خپل حقیقي محبوب سره د مینې نښه، او د انسان لپاره د کامیابۍ او شرافت سبب دی. د قرآن مجید د وینا مطابق د الله تعالی یاد مومن تل له لوړې مرتبې کښې ساتي او په سختو حالاتو کې يې زړه ته توان او آرامښت ورکوي.

د الله تعالی یاد د اسلام د لومړيو وختونو په زړو کښې جاري و او د دنیا ښکلا او پړق پړوق هغوي هیڅکله د الله له یاده نه هیسارول. او دا خبره د الله په لاره کښې د جهاد کوونکیو لپاره ډېره ګټه وره وه؛ ځکه چې په دفاع او جهاد کښې د زړه آرامښت او توان ډېر ضروري دی. الله تعالی هم د اسلام جنګیالو ته سپارښتنه کوي چې کله هم دښمن سره مخامخ شئ نو الله ډېر زیات یادوي چې بریالي شئ.

د اسلام د لومړيو وختونو مجاهدانو به تل خپل زړه د الله په ذکر سره ژوندی ساته او خپل روح او معنویت به يې ورسره مزبوتاوه. بیشکه که چرې د هغوي زړه او روح د الله تعالی ذکر سره روښانه نه وې نو دومره سختو آزموینو او مشکلاتو کښې نه بریالي کیدل.

کله چې د کفر او اسلام تر مینځ جنګ وي هغه وخت د کافرانو په مقابله چې کوم څیز مسلمانانو ته لوړاوې ورکوي هغه په الله تعالی باندې خالص ایمان  او د الله یاد دی چې د بیلا بیلو ذکرونو په شکل کښې به څرګندیده لکه الله اکبر او لا اله الا الله. کله چې به دا ذکرونه د جنګ میدان کښې اوچت شول نو د کافرانو په سرونو به لکه د تبر راټیټ شول او هغوي به یې خاورو سره یوشان کړل.

3 صبر

صبر یو داسې خصوصیت دی چې د انسان تقدیر سره تړلی دی او د ایمان له ستنو دی. امام صادق(ع) په ایمان کښې صبر داسې ګڼي لکه څه رنګ چې په بدن کښې سر وي. او پيغمبر(ص) صبر نیم ایمان ګڼي. الله تعالی په خپل مبارک کتاب کښې مومنان صبر او ولاړتیا ته بللي دي او صبر يې د بریالیتوب سبب ګڼلی دی.

د اسلام د لومړي وختونو مجاهدان د صابرانو پوره مثال وو چې الله تعالی د «ریښتونو او پرهیزګارانو» په توګه یادوي.

له هجرته وړاندې د اسلام دښمنانو د اسلام دین د له منځه ورړلو لپاره ټول کوششونه او هڅې کړي دي، که هغه خندا کول وو، که دروغ ګڼل، که پيغورونه ورکول او که ګواښ او آزار ورکول یا نور تکلیفونه وو. خو د اسلام ریښتوني منونکو د پیغمبر(ص) په پيروۍ هر یو د یو غره په شان ولاړ و او د دښمنانو غلط چلونه او نقشې يې له منځه یوړې

له هجرته وروسته هم مسلمانانو صبر او ولاړتیا وکړه. د خندق جنګ به یو داسې وخت کښې چې هم ساړه وو او هم په مدینه کښې د خوراک سامان کم و، د اسلام جنګیالو مناسب خوراک او د اغوستو کالي نه لرل او د له ښاره بهر هم کوم څه نه شو راتلی. په داسې سختو حالاتو کښې مسلمانانو صبر وکړ او خپلې ولاړتیا سره يې د اسلام د لښکر لپاه لویه ګټه ترلاسه کړه.

4 میړنتیا او زړه ورتیا

یو له هغه صفتونو چې قرآن کریم ورسره د اسلام د لومړیو وختونو مجاهدان ستایي، میړنتیا او بهادري ده. قرآن کریم په (سوره توبه24، او سوره حجرات15) آیتونو کښې د سستۍ او کاهلۍ سببون بد ګڼلي دي او د میړنتیا او د خدای په لاره کښې له ځانه تیریدلو يې د مسلمانانو مجاهدانو ته سپارښتنه کړې ده.

د اسلام د لومړیو وختونو مجاهدانو به بې له دې چې د دښمن له وسلې او د هغوي له زیاتوالي ووېرېږي په الله باندې توکل سره او سمې نقشې سره به يې په دښمن برید کاوه او بې له کومې وېرې به خطرو سره مخامخیدل او جنګیدل. له همدې سببه هغه میړنتیا او شجاعت چې د هغوي له ایمانه پورته شوی وي، د اسلام د لښکریانو لپاره د بریالیتوب سبب ګڼل کیږي. میړنتیا به د هغوي د ارادې د مزبوتیدو سببه کیده او مزبوته اراده به د دې سبب کیده چې د سختو په وړاندې ولاړتیا وکړي. هغوي به جنګونو کښې پخې ارادې او بې میړنتیا سره جنګیدل؛ ځکه چې خپله لار به يې دغه دوو اړخونه ته ختمه لیده چې یا شهادت ته ورسیږي او یا بریالي شي. دغه دوه غرضونه چې قرآن مجید هغه په «إحدی الحسنیین» یاد کړي دي، دا دواړه د هغوي لپاره ښه او نیکمرغه وو.

به هغه وخت کښې د ټولو مسلمانانو غرض د الله کلمه اوچتول او د اسلام د پاتی کیدو لپاره او په ټول انسانیت کښې د عدالت بیرغ اوچتول وو. دا هغه غرضونه وو چې مسلمانانو په هغې باندې پوخ ایمان درلود او دې غرضونو ته د رسیدو لپاره بې له دې چې له کوم څه وویریږي، میړنتیا سره او خپل ټول طاقت سره به يې مقابله کوله.

5 له ځان تیریدل او فداکاري

ایثار د اسلام له لویو ارزښتونو او له ځانه د تېرېدو او بل په ځان وړاندې کولو په معنا دی. د اثیار او او فدا کارۍ مطلب دا دی چې انسان چې کوم څیز ته په خپله اړمن دی، له هغې تېر شي او نورو اړمنو او محتاجو ته يې ورکړي. دې ته په پام چې انسان یو داسې موجود دی چې هر څه اول د ځان لپاره غواړي نو دا کار ورته ډېر ګران دی خو دا کار یوه ډېره خوږه میوه لري چې د میوې په خوند یې فداکار او له ځانه تېریدونکي کسان پوهیږي.

الله تعالی په قرآن مجید کښې د دین په لاره کښې د مومنانو له ځانه تېرېدل ستايي او د هغوي لپاره لوړ صفتونه او لویه جزا مقرروي.

د اسلام جنګیالو چې د پیغمبر(ص) په مکتب کښې يې زده کړې کړې وې هغوي رسول الله(ص) د یو ښې بیلګې او نمونې په توګه نیولی دی او الله تعالی سره په معامله کښې د ایثار، د سختو د زغملو او له ځانتیري داسې نمونې دنیا ته وښودلی چې د اسلام په تاریخ کښې د تل لپاره یاد پاتې شوې چې مونږ يې ځینو ته اشاره کوو.

د لیلت المبیت په پيښه کښې چې د پیغمبر(ص) مدینې ته د هجرت شپه وه حضرت امام علی علیه السلام چې د اسلام په لومړیو ورځو کښې داسې اثیار او له ځان تیرې وښود چې تر ننه یادیږي. مولا علی علیه السلام د دې لپاره چې خپل د وخت پيغمبر له خطرو بچ کړي په خپله د پيغمبر(ص) په هغه بسترې سملاسته چې څلویښت کافران وتلو تورو سره پټ وو چې په هغه ځای کښې پيغمبر(ص) شهید کړي.

د اسلام د لومړیو وختونو ایثار او له ځانه تېرې یواځې له جانه تېرې نه و. هغوي له ځانه پرته خپل مالونه هم د اسلام په لاره کښې وبخښل. کله چې مهاجرانو له مکې مدینې ته هجرت وکړ نو دا حقیقت مونږ ته څرګند شو. کله چې انصارو مهاجرانو ته د عشق غیږه ورکړه که څه هم هغه وخت انصار په خپله هغه هر څه ته اړمن وو خو بیا يې هم خپل مالونه او کورونه مهاجرانو سره تقسیم کړل. قرآن مجید په ځینو آیتونو کښې د انصارو د دې ایثار ستاینه کوي. مهاجران هم داسې فداکاران وو چې د ژوند ټول سامان يې په مکه کښې پریښود او رسول الله(ص) سره يې هجرت وکړ او مدینې ته راغلل. په هغوي کښې ځینې داسې کسان وو چې د جاهلیت په وخت د مکې له ډېرو شته منو کسانو وو خو د اسلام په قبولو سره يې خپل ټول مالونه له لاسه ورکړل.

کله چې په مدینه کښې د ورورولۍ تړون ترسره کیده، عبدالرحمان بن عوف، سعد بن ربیع سره د ورورولۍ صیغه ولوسته. سعد چې له انصارو و او په مدینه کښې اوسیده خپل ټول مال عبدالرحمان بن عوف سره تقسیم کړ تر دې چې خپلې یوې ښځې ته يې هم طلاق ورکړ چې هغه بیا عبدالرحمان سره واده وکړي. د اسلام په تاریخ کښې مونږ ته د فداکارۍ داسې بیلګې او نمونې په نظر راځي. د تبوک په جنګ کښې کله چې مسلمانانو خپلو مالونو سره د رومیانو په مقابله کښې د اسلام د مجاهدانو مرسته کوله ځینې خالي لاس کسان وو چې هیڅ ورسره نه وو نو هغوي راغلل او په خپله يې کار وکړ چې په دې طریقه يې په هغه چمتووالي کښې برخه اخستی وي.

په «غزوه ذی قرد» کښې سعدبن عباده که څه هم د پیغمبر له خوا ورته حکم شوی و چې د ښار د ساتنی لپاره په مدینه کښې پاتی شي، بیا يې هم پینځه د بار ډک اوښان او لس خالي اوښان د اسلام لښکر ته ورکړل. کله چې د خدای رسول(ص) ولید نو قیس بن سعد ته يې مخ کړ او ویې فرمایل: ای د قیس زویه! پلار دې ته سپور جنګ ته راولیږلی او د مجاهدانو لپاره يې د خوراک سامان راواستوه او د مجاهدانو مرسته يې وکړه او په خپله په مدینه کښې پاتی شو چې د دښمن له خطره يې وساتي، ای خدایه! ته په سعد او آل سعد باندې رحم وکړې.

6 عزت او کرامت

د اخلاقو له ډېرو مهمو ارزښتونو او د شیهد مطهري په قول د اسلامي اخلاقو محور او د نفس کرامت او زبرګی ده. عزت د شرافت په معنا دی چې د انسان له ارزښتمونو شته منو ده او قران مجید دا عزت او کرامت خدای، رسول او مومنانو سره خاص ګڼي. د روح د زبرګۍ احساس انسان فضیلت ته طرف ته هڅوي او له پستۍ او سپکاوي د ژغوریدو او بچ کیدو لپاره یوه مهمه لاره دا ده چې د الله تعالی اطاعت وکړی شي، ځکه چې څوک هم عزتمن ته نږدی کیږي عزت يې زیاتیږي. د الله په لاره کښې جنګ هم انسان ته عزت ورکوي، د خدای رسول(ص) فرمايی: مجاهد هم په خپله د عزت او عظمت لوړې درجې ته رسي او هم د راتلونکیو کسانو لپاره عزت په لاس راوړي. د مجاهدانو امام چې به کله د جهاد خبرې کولی نو د جهاد د واجبیدو فلسفه او سبب به يې د اسلام عزت او له جهاده مخ اړول به يې د ذلت او خوارۍ سبب ګڼه.

د اسلام د لومړيو وختونو مجاهدانو چې د اسلامی عزت يې په جهاد کښې لټوه، هیڅ وخت په آرام کښينه ناستل او په دې لاره کښې يې داسې زړه ورتیاوې وښودې چې قلم يې له لیکلو عاجر دی. د موته په جنګ کښې کله چې ځینې مسلمانان له دې خبر شول چې د رومیانو مزبوت لښکر د هغوي په لور راوان دی نو وړاندې تلو کشې شکمن و. په دغه وخت کښې عبدالله بن رواحه چې د اسلامی د لښکر دویم قوماندان و خپلو خبرو سره هغوي ته د اسلام عزت وریاد کړ او هغوي يې د اسلام دفاع او ولاړتیا ته وبلل: «ای مسلمانانو قسم په خدای مونږ هیڅ کله په دې باور نه یو جنګیدلي چې مونږ سره فوج او وسله زیاته ده بلکې په هغه اسلام مو اعتماد کړی دی چې مونږ ته يې عزت راکړی دی، اوس هم تیار شئ او دښمن باندې برید وکړئ».

7 له دنیا مخ اړول

د اسلام له هغه مهمو بحثونو چې قرآن مجید او د معصومینو په سیرت کشې هغه ته پام شوی دی هغه د آخرت په مقابله کښې دنیا سپک او بې ارزښته ګڼل دي. دنیا د متاع قلیل په نامې سره یاده شوې ده چې د انسانانو د آزموینې او امتحان سبب ده.

د قرآن له نظره دنیا سره مینه او د دینا په ژوند باندې خوشحالیدل، په زړه کښې د جهاد او دفاع شوق مړ کوي او د ماتی سبب کیږي. او د دې په مقابله کښې دنیا نه مخ اړول او د دنیا په ښایستونو نه اخته کیدل د جنګ په میدان کښې د بریالیتوب سبب کیږي. کوم کس چې د دنیا په مینه کښې نه دی بندي شوی هغه د جنګ په وخت ډېر په اسانۍ سره له دنیا تېریږي او د جنګ جامې اغوندي او د دنیا له تعلقاتو زړه پرې کوي.

د اسلام د ریښتونو مجاهدانو له خصوصیاتو یو خصوصیت دا و چې دنیا به يې سپکه ګڼه او مخ به يې ترې اړوه او زړه به يې له دنیا پری کاوه. حنظله یو داسې ځوان و چې تازه يې واده کړی و. په کومه شپه يې ناوې کور ته راوسته په هغه شپه د احد د جنګ اعلان وشو. هغه چې د شهادت او جهاد عاشق و، خپله ناوې يې د دنیا ټولو خوندونو سره پریښوده او د خدای رسول(ص) سره د کافرانو مقابلې ته روان شو. جنظله چې په ډېر شوق سره جنګ ته راغلی و، د دې لپاره چې د اسلام له لښکره پاتی نه شي د جنابت د غسل وخت يې هم ونه لرلو. د هغه له شهادته وروسته د خدای رسول(ص) وفرمایل: حنظله ته ملائیکو غسل ورکړ، له همدې سببه حنظله په غسیل الملائیکه مشهور شو. باید په دې هم خبر شو چې هم د حنظله پلا ابوعامر مشرک او فاسق و او هم يې د سخر عبدالله بن ابی د منافقانو مشر و، خو دا دومره ریښتوني مسلمانان وو چې د الله تعالی د کلمې د لوړاوي لپاره د خپلو پلارانو په وړاندې ودریدل او د حقیقت او کامیابۍ په لاره روان شو. و ویلو ده چې د دې شهید زوي هم بیا د اسلام له سردارانو جوړ شو.

د کربلا په میدان کښې هم یوې ډلې له دنیا زړه پری نه کړی شو، خو د امام حسین علیه السلام یارانو له دنیا او د دنیا له ټولو ښکلاګانو سترګې پټې کړې او د الله تعالی مینې او د خپل وخت د امام اطاعت يې په دنیا غوره کړ نو لکه څه رنګ چې په ډېر خدایی ارزښتونو کښې نمونه شول همدارنګ د دنیا په پریښودو کښې یوه غوره ښایسته نمونه شول.

8 ولاړتیا او ودریدل

د اسلامی جنګیالي هیڅکله نباید د دښمنانو شان او توان ووېرېږي، او نباید د دښمنانو له ګواښ او چلونو وویریږي، بلکې تل باید د الله تعالی وعدو ته غوږ واچوي او مجاهدت او ولاړتیا لاره خپله کړي. په دغه خبره باندې په ډېرو سرچینو او کتابونو ټینګار شوی دی.

د اسلام د لښکر یو بل ارزښتمن خصوصیت د مجاهدانو په زړونو کښې د ولاړتیا او مقابلې کولو کلتور و. چې د دې خصوصیت له سببه هغوي ښکلي نمونې وړاندی کړي دي او په سختیانو کښې بریالي شوي دي. کله چې به مجاهدان په دې پوه شول چې دغه ځای د دښمنانو په وړاندې د ولاړتیا ځای دی نو هیڅ کله به نه وروسته کیدل. دا خصوصیت له هجرته وړاندې ډېر څرګند و. په هغه زمانه کښې د مشرکانو او کافرانو د ډېر زور له سببه مسلمانان په ډېرو سختو حالاتو کښې وو او د هغوي ولاړتیا او ایمان د دې سبب شو چې اسلام تر ننه پاتی شي. په دوي کښې ځینې مسلمانانو خپل ټول ژوند خپل کور او مال پریښود او پيغمبر(ص) سره يې حبشې ته هجرت وکړ او په هغوي کښې ځینې د کافرانو او مشرکانو د سزاګانو په سبب شهیدان شول. د عمار یاسر کورنۍ له هغه کسانو وه چې د عمر تر آخري وختونو په خپلې عقیدې کلک ولاړ وو او د اسلام د لومړيو شهیدانو په نامه یاد شو او د تل لپاره په تاریخ کښې پاتی شول. د یاسر کورنۍ د ولاړتیا کورنۍ وه. پیغمبر(ص) هغوي ته وفرمایل: «د یاسر کورنۍ ولاړتیا وښایئ چې ستاسو ځای جنت دی».

له هجرته وروسته هم ولاړتیا په بیله تړګه د باطل په وړاندې د حقو په جنګ کښې ادامه لرله. د احد په جنګ کښې، له دې وروسته چې د مسلمانانو یوه اړخ ماتی وخوړه او کافرانو حمله وکړه نو د اسلام ډېر لښکریان په تیښته شول؛ خو د ځنې ریښتوني مجاهدان لکه امیر المومنین امام علی(ع) او باودجانه انصاري په نرتوب سره په میدان کښې ولاړ وو او د پیغمبر(ص) د جان د حفاظت لپاره یې ولاړتیا وښودله. د جنګ په منیځ کښې کله چې پیغمبر(ص) زخمي شو او د هغه حضرت له مخ مبارکه وینې روانې شوې، ابودجانه د غشو مخ ته ودرید چې د غشو هغه باران د خدای رسول(ص) ته ونه رسیږي.