د پيغمبرانو او وليانو د قبرونو د بيا رغاونې حکم او په هغو کښې عبادت(۳)

د پيغمبرانو او وليانو د قبرونو د بيا رغاونې حکم او په هغو کښې عبادت(۳)

تالیف: علامه سید مرتضی جعفری

 

په قبرونو د ودانۍ جوړولو، بيارغاونې او عبادتځاې ګرځولو عقيده لرونکي په دغو دليلونو استدلال کوي

لومړۍ: په قران کريم کښې:

واَتّخذوْا مِنْ مَقامِ اِبْراهِيْمَ مُصَلّی.

او د ابراهيم له مقامه عبادتځاې جوړ کړئ. (بقرة / 125)

قَالَ الّذيْنَ غَلَبُوا عَلَی اَمْرِهِمْ لَنَتّخِذَنّ عَلَيْهِمْ مَسْجِداً.

کله چې د هغوي (اصحاب کهف) پر حال خبر شول، ويې ويل: د هغوي په ځاې يو جومات جوړوو. (کهف/ 21)

نو پاک خداې مونږ ته حکم راکړے چې د خپل دوست، ابراهيم د پل ځاي عباتځاي جوړ کړو او همدغه راز يې خبر راکړے چې هغه کسان چې د اصحاب کهف له حاله خبر شول ويې ويل: د هغوي د خوب پر ځاې يو جومات جوړو، او په دغه خبر سره يې د هغوي اقدام تائيد کړے دے.

دوهم :د پيغمبر اکرم(ص) په سنتو کښې:

وايي: د سول الله مبارک سنت د دې تائيدونکے دے چې هغه څه چې د خداي د پيغمبر “اسماعيل” د هغه د مور هاجرې او د هغه د پيغلو او په بيت الله الحرام او حجر اسماعيل کښې د نورو پيغمبرانو د قبرونو لپاره ترسره شول چې پکښې ځينې د پيغمبر اکرم(ص) له زمانې وروسته په پرله پسې پيړيو کښې څرګند شول او ټولو وليدل، ټول روا او مجاز دي ځکه چې پيغمبر اکرم(ص) پخپله د حجر اسماعيل طواف کړے او د پيغمبر اکرم(ص) اهل بيتو او اصحابو يې هم پيروي کړې او پاک او نيک مسلمانان تر ننه پورې پر دغه سنت ولاړ او پر ترسره کيدا يې ټينګار کوي.

دريم: د مور د قبر زيارت، په قبر ژړيدا او اصحابو ژړيدل او قبر مرمت، د پيغمبر اکرم(ص) يو سنت دے

څلورم: په چت لرونکې کوټې استدلال:

هغه کوټه چې پکښې د رسول الله(ص) د دوو خليفه ګانو، ابوبکر او عمر قبرونه دي، او پرې پاسه شين ګنبد دے، اوس هم شته

پينځم: د خپل قبر زيارت ته د پيغمبر اکرم(ص) له لورې د مسلمانانو هڅول:

شپږم: دخپل پلار، پيغمبر اکرم(ص) له قبره د فاطمه زهراء(س) زيارت او همدغه راز له همدغه قبره د صحابي، ابو ايوب انصاري زيارت.

نو د پيغمبرانو او وليانو د قبرونو زيارت، پر هغو ودانۍ جوړول، او د دغو قبرونو جومات او عبادتځي ګرځول، د رحيم خداي او د کريم پيغمبر بنيادي سنتونه دي.

پر دې اساس، له قبر سره ګروهنه لرونکے ترټولو لومړے مخکښ له څنګه چې ځينې يې تفسير کوي، د خداې رسول(ص) دے او بيا د هغه حضرت قدرمنه لور فاطمه زهراء(س) او ورپسې لوړ رتبه اصحاب، او بيا مونږ شيعيان او محبان! او دا شرافت زمونږ لپاره بس دے چې ټول د رسول الله(ص) پيرو يوو او هغه مبارک زمونږ بيلګه،نمونه او پيشوا دے.

هو! که چيرې اوس هم توفيق او فرصت ترلاسه کړو، د پيغمبرانو او وليانو پر قبرونو په ژړا کښې او هغو په مرمتولو کښې به د پيغمبر اکرم(ص) د سنت پيروي کوو او د هغه مبارک د قبر زيارت به په لومړيتوب کښې ګرځوو، او په دغه کار کښې د نيک صحابي ابو ايوب انصاري پيروي کوو او خپل مخ د رسول الله مبارک د قبر په پاکو خاورو ږدو او د هغه مبارک د بدن له ټوټې فاطمه زهراء(س) درس اخلو او د قبر خاورې يې بويوو او دا به وايو:

راســـتي آنــکـــه شميـم سرکويـت بوييــد

چه غم از بوی دو عالم به مشامش نرسد

بـــر مـــن آن شــد که اگر بـر همه ايام رود

ظلمت دهر به تــاريــکــي شــامش نـرسد

ژباړه:

په ريښتيا چې څوک ستا د کوڅې وږمه بوي کړي،

په دواړو عالمو کښې به د غم بوې ور ونه رسيږي،

پر ما داسې غمونه راغلل چې که چيرې په ورځو راغلي وو،

نو ورځې به په تورو شپو بدلې شوې وے.

خو څه ووايو چې په سترګو کښې مو خار او په ستونې کښې هډوکے دے.

إنّا للهِ وَ إنّا إلَيهِ راجِعونْ!