د پيغمبرانو او وليانو د قبرونو د بيا رغاونې حکم او په هغو کښې عبادت(۱)

د پيغمبرانو او وليانو د قبرونو د بيا رغاونې حکم او په هغو کښې عبادت(۱)

تاليف: علامه سيد مرتضي عسکري

 

بسم الله الرحمن الرحيم

د مهربان اوو بخښونکي خداي په نامه

کتاب پيژانده:

ليکوال:             علامه سيد مرتضی عسکري

ژباړوونکې:        محبت علی

چاپ کال:          1384بمطابق 2005م

کمپوز:               محمدرحيم درانی

بسم الله الرحمن الرحيم

قَالَ الّذيْنَ غَلَبُوا عَلَی اَمْرِهِمْ لَنَتّخِذَنّ عَلَيْهِمْ مَسْجِداً.

کله چې د هغوي (اصحاب کهف) پر حال خبر شول، ويې ويل: دهغوي په ځاې يو جومات جوړو.  (کهف/ 21)

بسم الله الرحمن الرحيم

واَتّخذوْا مِنْ مَقامِ اِبْراهِيْمَ مُصَلّی.

او د ابراهيم له مقامه عبادتځاې جوړ کړئ.  (بقرة / 125)

فهرست

پر قبرونو د ودانۍ په حراموالي د اعتقاد لرونکو دليلونه

د لومړۍ برخې په روايتونو کښې شک او اشکال

لومړې اشکال: له هجرته وړاندې د مدينې حالات

دوهم اشکال: د ماموريت وخت او ځاې

د دوهمې برخې په ورايتونو کښې اشکال

1. د بني اسرائيلو د پيغمبرانو د قبرانو په باره کښې

2. د يهودو او د بني اسرائيلو عبادتځاې

د هغه کسانو دليلونه چې د پيغمبرانو پر قبرونو عبادتځايونه جوړول جائز ګڼي

1. په قران کريم کښې:

په تفسيرونو کښې د اصحاب کهف کوټلي کسيه

د بحث نتيجه

2. د رسول الله په سنت کښې

1. د مور له مزاره د پيغمبر اکرم(ص) زيارت

2. په مدينې کښې د رسول الله قبر

3. د پيغمبر اکرم(ص) د قبر د زيارت ثواب

4. په اهل بيتو او اصحابو کښې د رسول الله مبارک د قبر زيارتوال

الف: فاطمه(س) د پيغمبر اکرم(ص) د قبر لومړۍ زيارتواله

ب: ابو ايوب انصاري، هغه زائر چې د پيغمبر اکرم(ص) پر پاکې خاورې خپل مخ مږي

د بحثونو نتيجه او لنډيز

1. په قران کريم کښې

2. د پيغمبر اکرم(ص) په سنت کښې

3. د مور د قبر په زيارت کښې د پيغمبر اکرم(ص) سنت

4. په چت لرونکي کوټې استدلال

5. د خپل قبر زيارت ته د پيغمبر اکرم(ص) هڅول

6. د پيغمبر اکرم(ص) له قبره د حضرت زهراء او ابو ايوب انصاري زيارت

په قبرونو د ودانۍ د جوړولو په حراموالي د اعتقاد لروونکو دليلونه

مسلمانانو د پيغمبرانو او وليانو پر قبرونو د ورانۍ او بيارغاونې په موضوع کښې او د هغو ګېر چاپېره د طواف او د دغو قبرونو عبادتځاي او جومات ګرځولو په هکله له يوه بل سره اختلاف کړے دے. د دغو کارونو د حراموالي باور کوونکي په يو لړ روايتونو استدلال کوي چې په هغو کښې تر ټولو مهم دا دي:

الف: له امام علي(ع) يې روايت کړے دے چې فرمايلي يې دي: کَانَ رسوْلُ الله فِی جِنازَة فَقَال: أيُکمْ يَنْطِلِقُ اِلی الْمَدِيْنَةِ فلا يدْعُ بِها و ثَناءُ اِلاّ کَسَرَهُ، و لا قَبْراً اِلاّ سَوّاهُ، وَ لاَ صورةَ الاّ لطخها؟ فقالَ رَجُلٌ: اَنا يا رسولُ الله: فَانطلَقَ فهابَ اَهلَ المدينةِ فَرَجعَ، فَقالَ علی: اَنا انطَلَقَ يا رَسول اللهُ، قالَ فانطلقَ ثُمّ رَجَعَ فقالَ: يا رسولُ الله! لَمْ اَدْعُ بِما وَثنا اِلاّ کَسَرْتُهُ وَ لا قبْراً اِلاّ سَوّيْتُهُ، وَ لا صُورةُ اِلاّ لطختُها.

پيغمبر(ص) د يوۀ مړي په جنازه کښې ؤ چې ويې فرمايل: “په تاسو کښې څوک مدينې ته ځي، څو هلته ټول بتان مات، ټول قبرونه وران او د هغو ټولې بڼې (مجسمې) بدلې کړي؟ يوۀ سړي وويل: زۀ اې د خداې رسوله! زۀ لاړ شم، ويې فرمايل: لاړ شه، هغه لاړ، بيا ستون شو او ويې ويل: اې د خداي رسوله! ټول بتان مې مات کړل، ټول قبرونه مې له مځکې سره برابر کړل او ټولې بڼې مې وربدلې کړې”.

دا روايت د حديثونو په کتابونو کښې تکرار شو او مونږ یې دلته بشپړه عبارت ذکر کړ.[1]

ب: له پيغمبر اکرم(ص) څخه روايت شوے چې ويې فرمايل:

اَللهمّ لا تَجْعَلْ قَبْری وَثناَ، لَعَنَ الله قَوماً اتّخَذَوا قبور انْبِيائِهم مساجد،

پروردګاه! زما قبر بت ونه ګرځوې، خدا لعنت وکړه په هغې ډلې چې د خپلو پيغمبرانو قبرونه يې جوماتونه غوره کړل.[2]

په بل روايت کښې پيغمبر اکرم(ص) هغه کسان چې د خپلو پيغمبرانو قبرونه يې جومات کړي، معرفي کړي او فرمايي: قاتَلَ اللهُ اليَهُوْد اِتّخَذوا قُبورَ اَنبِيائِهِمْ مَساجِد،

خداي ووژنه يهود، چې د خپلو پيغمبرانو قبرونه يې جوماتونه جوړ کړل.[3]

ج: په هغه څه استدلال چې له پيغمبر اکرم(ص) څخه د قبرونو له زيارته د ښځو د منع کولو په باره کښې روايت شوې، لکه څنګه چې ابن ماجه، ترمذي او ابوداود په خپلو سندونو سره له ابو هريره ، حسان او ابن عباس نقل کړي چې:  اَنّ رَسول الله لَعَنَ زَواراتِ القبورْ.

پيغمبر اکرم(ص) د قبرونو زيارتوالې ښځې لعنت کړي دي.[4]

د لومړۍ برخې په روايتونو کښې اشکال

لومړۍ اشکال: له هجرته مخکښې د مدينې حالات

پيغمبر اکرم(ص) وروسته تر دې چې د مدينې ځينو خلکو اسلام قبول کړ تر هر کاره وړاندې يې لومړے مصحب بن عمير يې مسلمانانو ته د اسلام د هغه ورځو د حکمونو د يادولو لپاره وليږۀ ځکه چې د مدينې يوازې يو شمېر کسانو په هغه سفر کښې چې حج ته تللي وو په عقبه کښې حاضر شول او په پټه يې د رسول الله بيعت وکړ او اسلام تر هغه وخته په هغوي کښې پراختيا ونه موندله تر څو چې پيغمبر اکرم(ص) د هغوي خوا ته هجرت وکړ او هغوي سوکه سوکه اسلام ته ګروهنه پيدا کړه، امام علي(ع) هم له دريو يا زياتو ورځو وروسته په هغه مبارک پسې مدينې ته لاړ، مدينې ته د پيغمبر اکرم(ص) د ورتګ کيسه هم مشهوره ده، او همدغه راز، پيغمبر اکرم(ص) وروسته له دې چې د بنی قريظه، بنی نضير او بنی قينقاع له يهودو سره تړون وکړ پر مدينې يې خپل حکومت ورو ورو پراخ کړ، اوس چې په دغه بهير سره په مدينې کښې د اسلام د پيل او پراختيا او غښلتيا په هکله پوه شو، پوښتنه دا ده چې:

پيغمبر اکرم(ص) چرته او کله په داسې حال کښې  چې د مړي په جنازه کښې ؤ، امام علي(ع) يې مدينې ته وليږل، څو بتان له منځه يوسي، قبرونه صفا او مجسمې ورانې کړي؟

هم د قدرت په وخت او د يوۀ داسې واکمن په توګه چې له حکمه يې سرغړونه ممکنه نه ده؟ پر دې سربېره، لومړۍ استازے چې ځي او ويريدوونکې ستنيږي، پيغمبر اکرم(ص) او نور هماغه راز د مړي په ښخولو بوخت وو، بيا هغه وروسته پيغمبر اکرم(ص) امام علي(ع) وليږل، او هغوي هماغه راز د مړي په ښخولو لګيا وو، دا څنګه امکان لري؟

دوهم اشکال: د ماموريت وخت او ځاي

د روايت په وروستۍ برخه کښې راغلي چې امام علي(ع) ابو الهياج اسدي ته وفرمايل: أبْعَثُكَ فِيْما بَعَثَنی رَسُوْلُ اللهُ اَمَرَنی أنْ اُسَوّی کُلّ قَبْرٍ وَ أطْمِسَ کُلّ صَنَمٍ.

زۀ تا په يوه کار ګمارم چې د خداې رسول پرې زۀ مامور کړے يم، ما ته يې حکم راکړ چې ټول قبرونه صفا او ټول بتان له منځه يو سم.[5]

مسلمه خبره ده چې امام علي(ع)، ابوالهياج اسدي يوازې د خپل حکومت او خلافت په وخت کښې ګمارلے دے، پردې اساس بيا هم دا پوښتنه مطرح کيږي چې :

ابوالهياج ته د امام علي(ع) ماموريت چرته او کله ؤ؟ د امام علي(ع) د خلافت په وخت؟ له اسلامي فتوحاتو وروسته؟ د دريو خليفه ګانو له دورانه وروسته يا تر هغي وړاندې؟

امام علي(ع) ابوالهياج کوم ټاټوبي ته وليږۀ چې قبرونه وران او صفا او بتان نابود کړي؟

لنډه دا چې په دواړو روايتونو کښې، له پيغمبر اکرم(ص) او امام علي(ع) څخه صادر شوي حکمونه، کۀ چيرې دواړه صحيح وي، د شرک په ټاټوبي کښې د مشرکينو د قبرونو د ورانولو او نابودولو په باب دي، د مسلمانانو په قبرونو او د هغو په وراني د حکم اطلاق د روايت په کومه برخه کښې ترلاسه کيږي؟

د دوهمې برخې په روايتونو کښې شک او اشکال:

لومړۍ: د بني اسرائيلو د پيغمبرانو د قبرونو په باب

د تورات د پنځون سفر په پينځه ويشتم څپرکي کښې يو روايت دے چې په کوټلي توګه داسې دے:

“ابراهيم(ع) وفات شو، او اسحاق او اسماعيل، هغه د “قمرا” په وړاندې د عفرون بن صحار حتّي په بيديا کښې په “مکفيله” سمڅې کښې ښخ کړ”.[6]

او په پنځوسم باب کښې راغلي دي: “کله چې يعقوب په مصر کښې وفات شو، د هغه زوي “يوسف” هغه د “مکفيله” سمڅې ته راوړ او د خپل پلار او نيکۀ تر څنګ يې ښخ کړ”.

د تثنيه سفر په څلور ديرشم باب کښې راغلي دي:

“موسی (ع) د موأب په ټاټوبي کښې وفات شو او د فخور کور په وړاندې “جواء” کښې خاورو ته وسپارل شو او هيڅوک تر ننه پورې د هغه قبر نه پيژني”.

او د يوشع سفر په څلوريشتم باب کښې راغلي دي:

“هغه يې په افرايم غرۀ کښې دفن کړ او د يوسف هډوکي په شکيم کښې ښخ شوي دي”. او د تورات په اسفارونو کښې د داؤد او سليمان د قبر ذکر شته، د سپیڅلي کتاب د قاموس ليکوال، د صميون په ژباړې او معرفي کښې وايي:

“د داود او سليمان د ښخولو ځاې پيژندل شوے نه دے”

د معجم البلدان د “الخليل” په ماده کښې راغلي دي:

الخليل د يوۀ ښار او کلي نوم دے، د يوې ورځې د لارې په واټن له بيت المقدس سره نږدې، کله ګانې، ودانۍ او بازار لري چې د ابراهيم خليل(ع) قبر هلته او تر مځکې لاندې يوې سمڅې کښې دے.

هلته زيارت او د زيارتوالو د غونډيدا ځاې او ميلمستون دے او هغه ځاې ته “الخليل” وايي، اصلي نوم يې “حبرون” يا “حبري” دے، په تورات کښې راغلي چې خليل(ع) له عفرون بن صحار حتّي څخه د سپينو زرو په څلور سوه درهمو يو ځاې وپيرودۀ او بي بي سارا يې هلته ښخه کړې ده، د اهل حديثو يوه ډله ورسره منسوبه ده، هلته يو پاک او روحاني ځاې دے چې پرې د لورينې اغيزې ښکاره دي وايي: هغه کلا (قلعه) د سليمان بن داود ودانۍ ده. هروي ويلي دي: په 567 هجري قمري کال کښې بيت المقدس ته ورسيدم په هغه ځاې او الخليل ښار کښې مې د اهل حديثو له مشرانو سره وکتل، هغوي زما لپاره روايت کړ چې په 513 هجري سپوږميز کال کښې د ملک بردويل په دوران کښې، د الخليل په سمڅې کښې يو ځاې کښيناستۀ د پرنګيانو يوه ډله د باچا په اجازې هغه ځاې ته ورغله او هلته يې ابراهيم، اسحاق او يعقوب وموندل کفنونه يې وراستۀ شوي وو او هغوي ديوال ته تکيه وو، د سرونو لپاره يې قنديلونه ځوړند او سرونه يې لوڅ وو، باچا بيا پرې کفنونه وغوړول او کښيناستلی ځاې يې بند کړ.

وايي: د “سلفی” په نزد مې ولوستل: يوۀ سړي چې “ارمنی” يې ورته ويل د “الخليل” د زيارت نيت وکړ او د هغه ځاې منجاور ته يې پريمانه ډالۍ ورکړې او ويې غوښتل ترې چې د هغه لپاره د لاندې تګ او د ابراهيم (ع) د مړي د کتنې امکان برابر کړي، ځواب يې واوريدۀ: اوس نه کيږي خو که چيرې پاتې شې څو زيارتوال لاړ شي ترسره به يې کړم. کله چې زيارتوال لاړل، يوۀ تيږه يې څنګ ته کړه او څراغ يې واخيستۀ او له يوۀ بل سره د اوياؤ درچو په اندازه د هغې سمڅې په لور چې پکښې پريمانه هوا چليده، ښکته لاړل، په سمڅې کښې يو تخت وو، چې ابراهيم(ع) پرې څملاستلې او شين ټوکر پرې غوړيدلے وو او په سمڅې کښې چليدونکي هوا د هغه سپينه ږيره خوځوله، اسحاق او يعقوب هم د هغه په څنګ کښې وو، بيا يې هغه د سمڅې ديوال ته نږدې بوتلۀ او ورته يې وويل: ساره د دغه ديوال شاته ده، هغه غوښتل چې د ديوال شاته وګوري چې ناڅاپه يو غږ  راغے “حرم ته له نزدې کيدا ډډه وکړه” هغه ويلي دي: (د دغه غږ په اوريدا سره) له هماغه ځايه چې ښکته تللے ووم، ستون شوم.[7]

د تاريخ ابن عساکر په لومړي ټوک کښې په دې هکله يو مطلب راغلې دے چې په لنډه توګه داسې دے:

کله چې له 86 هجري کاله وروسته د دمشق جامع جمات د وليد بن الملک (په 96هجري کال کښې مړ شوے) په حکم کنستې کيدۀ، د يحي بن زکريا، سر يې په صندوق کښې په يوه لوښې کښې د ګنبد تر يوې ستنې لاندې وموندۀ او هغه يې په هماغه ډول تر يوې ستنې لاندې پريښود په تورات او نورو کتابونو کښې د بني اسرائيلو د نورو پيغمبرانو د قبرونو ذکر نه دے شوے او د لوط، يوشع، ايوب، عزير او زکريا قبرونه نه دي پيژندل شوي، او د مريم زوے عيسی(ع) هم خداې خپل لور ته بره وړے دے.

دا وې خبرې د بني اسرائيلو (يهودو) د پيغمبرانو د قبرونو په هکله، مونږ نه ليدلي او نه اوريدلي او نه چا ليکلي دي چې يهوديانو د خپلو پيغمبرانو قبرونه، بتان جوړ کړي وي، او پوهيږو چې له قبره بت جوړول د قبر له درناوي او زيارت کولو سره توپير لري، د قبر بت ګرځول يا ترې بت جوړول، په دې معنا دي په لمانځونو کښې قبر د کعبې په څير خپله قبله وګرځوي، نو د دغو دوو پر تله کول يو باطل قياس دے.

دوهم : د يهودو او بني اسرائيلو عبادتځې

د بني اسرائيلو(يهودو) عبادتځاې چې “عهد تابوت” پکښې وو، د اجتماع خيمې  نوم درلودۀ، د تورات د خروج سفر (له 25 تر 28) باب کښې د هغې د جوړولو په باب خپل پيغمبر، موسی(ع) ته د خداې د پيغمبر د حکم څرنګوالے، او په (29 او 30) باب کښې بني اسرائيلو ته د خداې د حکم څرانګوالے، کله چې په دښتې کښې وو د عبادت لپاره په “اجتماع خيمې” کښې ټول شوي دي،

بنی اسرائيل چې به هر ځاې ته تلل، خيمه او تابوت به يې له ځان سره وړل، تر دې چې د فلسطين ټاټوبي ته ورسيدل، داؤد(ع) په هغه ځاې کښې د هغوي لپاره د خيمې او اجتماع په طرز د يوۀ عبادتځي د ودانۍ سريزې برابرې کړې او سليمان(ع) د هغې بنياد کيښودۀ او د اجتماع خيمه او تابوت يې هلته کيښودل.

په دې ډول پوهيږو چې يهوديانو په هغه وخت کښې چې په صحرا کښې وو د خپل عبادت لپاره د اجتماع خيمه درلوده او کله هم چې په فلسطين کښې ميشته شول، سليمان(ع) د هغوي لپاره ځانګړے عبادتځي “هيکل سليمان” جوړ کړ څو د عبادت خيمه او عهد تابوت په هغه کښې کيږدوي. (نو د پيغمبرانو د قبرونو بت جوړول او د هغو عبادت کول چيرته وو؟)

البته ټول پام لرو چې په دغه جاج کښې زمونږ پوښتنه او شک هيڅ کله د پيغمبر اکرم(ص) حديثونو ته متوجه نه دے، مونږ له دې کاره خداې ته پناه وړو، زمونږ بحث او جاج يوازې د دغو حديثونو د راويانو په باب دے، هغه راويان چې خداې هغوي له غلطۍ، تيروتلو او هيريدا خوندي نه دي ساتلي، تر دې ځايه مو د هغو کسانو دليلونه چې په قبرونو د ودانۍ جوړول او يا بيارغاول د اسلامي شريعت مخالف بولي، له ځوابونو سره يوځاې بيان کړل، او اوس د هغو کسانو دليلونه راوړو چې د قبرونو بيارغاونه او پرې ودانۍ جوړونه له شريعت سره سم ګڼي.

سرچینې

[1] . مسند احمد، لومړۍ ټوک 87ړ 89، 96، 110، 111، 128، 139، 145، او 150مخونه. مسند طيالس 96 او 155حديث.

[2] . مسند احمد، دوهم ټوک 246 مخ.

[3] . مسند احمد، دوهم ټوک 285مخ.

[4] . سنن ابن ماجه متاب جنائز چاپ دارالکتب العربيه (1372هـ) لومړۍ ټوک 502مخ 1576 حديث، سنن ابو داود، کتاب جنائز دريم ټوک 218 مخ، 3226 حديث، مسند احمد، د مصر چاپ (1313هـ) دوهم ټوک 337 او 356 مخونه، او سنن ترمذي، ابواب جنائز، مصر چاپ (1350هـ) دوهم ټوک 276مخ.

[5] . مسند احمد، لومړۍ ټوک 89 او 96مخونه.

[6] . تورات، له عبراني، کلداني او يوناني ژبو، فارسي ژباړه: 35مخ)

[7] . معجم البلدان، دوهم ټوک 468مخ)