د امام علي (ع) تفکر د نهج البلاغه په آئينه کښې

د امام علي (ع) تفکر د نهج البلاغه په آئينه کښې

شاهین خانخیل

 

حضرت امام علی عليه السلام د خداے د ګران رسول حضرت محمدمصطفی(ص) د ذات بشپړه هنداره او د ټولو انساني فضائلو او کمالاتو ټولګه و. هغه نېک او رښتونی کس چې د پېغمبراکرم(ص) په وېنا:

((که ټولې ونې قلمونه شي او ټول دريابونه سياهي شي او ټول پېريان حساب کونکي او انسانان ليکونکي شي چې د علی ابن ابيطالب(ع) فضائل او خصوصيات وشمېري نو ممکنه نه ده)).

له دغه ستر تاريخي شخصيت څخه د (نهج البلاغه) په نامه د دوي د وېناو او پندونو يوه ګرانقدره ټولګه پاتې ده. دغه کتاب له دې امله چې د حضرت امام علی عليه السلام  وېناوې، ليکونه او خطبې پکښې شاملې دي، يو غېرمعمولي اهميت او نفوذ لري دا شان چې له قرآن کريم نه وروسته تر ټولو مهم کتاب ګڼل کيږي. نهج البلاغه همداشان د خپل بې ساري فصاحت او بلاغت په وجه د اسلام د ډېرو عالمانو د پام وړ ګرځېدلے دے. په دغه ګرانقدره کتاب کښې د توحيد، عدل، خلقت، تقوا، د متقيانو، مومنانو او منافقانو د اوصافو او د حکومت د دندو په حقله حېرانونکې وېناوې او د قرآن کريم د ځينو آيتونو تفسير او وضاحت راغلے دے.

د حضرت محمدمصطفی(ص) د آل او کورنۍ د اوصافو، د انسان د اخلاقي فضائلو او رذائلو، سلامشورو، توبې، توکل، عدالت او دا شان د سل هاو نورو موضوعاتو په بيانولو کښې د دغه کتاب توانمني د لوستونکي د جذبولو يو اغېزمن عامل دے او د بحثونو مختلف والی يې د معرفت تږي خړوبوي.

د نهج البلاغه د ارزښتناکو بحثونو اهميت ته په پام سره  مناسبه ګڼو چې د (امام علي عليه السلام تفکر، د نهج البلاغه په هنداره کښې) په نامه لړۍ کښې په دغه کتاب باندې څه لږه ډېره رڼا واچوو څو د حضرت امام علی عليه السلام له ستر شخصيت سره لازيات اشنا او بلد شو.

نهج البلاغه چې د حضرت علی عليه السلام د لوړ او اسماني تفکر د يوې برخې ښودونکے کتاب دے، له زر کاله مخکښې راهسې د يو تل پاتي کتاب په توګه د نړۍ او نړيوالو په واک کښې راغلے او دنيا يې په ستاينه او حېرانتيا مجبوره کړې ده.

دا کتاب د حضرت علی ابن ابيطالب عليه السلام د لنډو او معنا لرونکو وېناو، نصيحتونو او ليکونو يوه برخه ده. دا د تاريخ د هغه ستر انسان کتاب دے چې د زمانې دوړو هيڅکله نۀ دے زوړ کړے او د هغۀ ځلا او پرتم يې نۀ دے کم کړے او ټولو خلقو د هغۀ د پوهې او حکمت په وړاندې د تعظيم سر ټيټ کړے دے تر دې چې دوست او دښمن ټولو يې ستاينه کړې ده.

البته په نهج البلاغه کښې د امام علی علیه السلام ټولې ویناوې نۀ دي شاملې او د مولف په خوښه د هغه حضرت د بیاناتو او لیکنو ځینې برخې پکښې شاملې شوې دي.

د نهج البلاغه کتاب نثر او د حضرت امام علی علیه السلام د لیکنې طریقه دومره په زړه پورې او فصیحه ده چې د عربو په ژبه او ادبیاتو کښې يې له قرآن نه پس ساری نه درلود او تراوسه یې هم مثال نه دی پیدا شوی. له همدې رویه ورله د وینا او د کلام د قوي او واضح والي د فصاحت د لارې او طریقې په معنا د نهج البلاغه نوم غوره شوی دی ځکه چې دغه کتاب له معنوي ارزښتونو او له هراړخیزې اوژورې علمي محتوا نه علاوه ډیر بدیع او ښکلي الفاظ او نګارش او همداشان ډیره ښه روده لري چې د عربي نثر په اوج کښې ګرځیدلی دی.

دا کتاب پخپل خواوشا زر کلن عمر کښې د پوهانو، ادیبانو او د علم د خاوندانو په لاس کښې پاتې شوی دی او هغوي به لوستلو او حفظ کولو به یې داشان چې پخپلو خطبو او ویناو کښې به یې په هغه استناد کوه او تبرک به یې پکښې لټوۀ.

پوهانو او محققانو به پرې هم شرحه او تفسیر لیکۀ او ژباړلو به یې.

نهج البلاغه کتاب نن سبا د فارسۍ، ترکي، اردو، پښتو، انګریزۍ، فرانسوۍ، جرمن، ایټالین او اسپانوۍ په شان د دنیا په ډیرو ژوندو ژبو ژباړل شوی دی.

له مختلفو اړخونو څخه د دغه بې ساري او تل پاتي اثر یعنې نهج البلاغه جاجونه، پيژندنه او ورباندې غور کیدې شي. د دغه بې بدیله کتاب صفتونه او ځانګړتیاوې په دې مختصره ليکنه کښې نه شو پیژندلې خو د هغه مهمو ځانګړتیاو ته یوه لنډه کتنه کولې شو.

د نهج البلاغه په موضوع او محتوا کښې تنوع دومره زیاته دے چې د یو څپانده سمندر په شان پکښې هرډول ملغلره موندل کیدې شي. اخلاق، سیاست، فقه او حقوق، مبارزه او جهاد، عرفان، توحید، حکومت، طبیعت او داسې نورې ټولې هغه موضوع ګانې دي چې په دغه ارزښتناک کتاب کښې د هغو خبره شوې ده.

په نهج البلاغه کښې یو بل ټکی فصاحت او بلاغت دی. د فصاحت معنا د خبرو کولو روده ده او بلیغ هغه کس ته ویل کیږي چې د اسانو او واضحو خبرو په کولو سره د اوریدونکي خیال وساتي او زماني او مکاني شرایطو ته پاملرنه وکړي او د اوریدونکي د پوهې په اندازه خبره مختصره یا مفصله وکړي. په حقیقت کښې بلیغ کلام یو اغیزمن کلام دی داشان چې د اوریدونکي یا مخاطب په زړۀ ولګي.

د نهج البلاغه تل پاتے کتاب د اسلامي کلتور له وړومبنیو متنونو څخه دی او په سیدرضی او شریف رضي مشهور له  ابوالحسن محمد بن حسین لخوا په ۴۰۰هجري قمري کال کښې له سل هاو کتابونو او سرچینو څخه راغونډ کړی شوی او برابر شوی دی. سید رضي د کتاب مطالب د امام علی علیه السلام د خطبو، لیکونو او لنډو ویناو په دریو برخو ویشلي دي.

د نهج البلاغه د خطبو او اعتقادي مسائلو په برخه کښې د نړۍ، انسانانو او حېواناتو د پیدایښت، د انسان د خلقت د هدف او مقصد لرنې، د حق تعالی د معرفت، د پیغمبرانو د رالیږلو د هدف او په قرآن او عترت (اهلبتو علیهم السلام) سره د رسالت او پیغمبرۍ د دوام او همداشان د قیامت په هکله خبرې شوې دي.

حضرت امام علی علیه السلام په نهج البلاغه کښې اقتصادي مسایلو ته هم پاملرنه کړې ده. دوي د ځمکو د آبادولو او د پانګې ذخیره کولو ته اشاره کړې او د بیت المال، ټولنیز عدالت، فقر او غربت ختمونې او د حکومت او ټولنې د دندو په هکله یولړ سپارښتنې کړې دي.

د امام علی علیه السلام د فرمایشاتو یوه بله برخه په سیاسي او حکومتي مسایلو پورې اړونده ده. امام په دې برخه کښې د کارکونکو او والیانو، د فوځ او ځواکونو او د هغوي د مشرانو او قومندانانو د دندو او وظایفو او همداشان د ټیکس یا مالیاتو د راغونډولو د طریقو او د هیواد د چارو د چلونې د اصولو په باب خبرې کړې دي.

اخلاقي او روزنیز مسایل د نهج البلاغه یوه بله برخه ده. په نهج البلاغه کښې فردي اخلاق، له عمل سره مل د پوهې او علم زده کول، دنیاوي پړق پړوق نا څه شمیرل، ننګيالي توب او پتمني او ظلم سره مقابله او په چارو کښې نظم او حساب کتاب ساتل بیان کړي دي او د ټولنیزو اخلاقو په برخه کښې یې هم له خلقو سره د خوش خلقۍ، انسان دوستۍ او انصاف کونې په شان مسایلو ته اشاره کړې ده.

په نهج البلاغه کښې د شپه شوګیره کونکو د عبادت، په عبادت کښې د بیلابیلو انګیزو، د عابدانو د حالاتو او مقاماتو او د ګناه په زوال او کمولو کښې د عبادت د اغیزې په شان عبادي او معنوي مسائلو ته جدي پاملرنه شوې ده.

خو هغه څه چې باید ورته پاملرنه وشي، دا دي چې د امام علی علیه السلام په ټولو ویناو کښې د هغوي کړنلاره د عدالت او انصاف په اساس ده. امام علی علیه السلام په هغو کسانو کښې نه و چې په ظاهره ښې او حق خبرې کوي خو عمل پرې نه کوي ځکه چې په خوله خو هر کس په اسانه د حق او عدل ستاینه کولې شي خو ورباندې عمل کول ډیر ګران کار دے.

امام علی علیه السلام د ظالمانو لپاره سم د اسمان تندر او د مظلومانو لپاره یوه مضبوطه او هیله ورکونکې پناه ځاې دی. امام د عدالت د سپیڅلي حریم مدافع دی او په لوړ انسانیت او تورې او قلم سره د دغه حریم ساتنه کوي.

د نهج البلاغه د لیکونو په برخه کښې هغه آثار شامل دي چې د امام علی علیه السلام په پیاوړي قلم لیکل شوي دي. په دغو آثارو کښې هغه لیکونه شامل دي چې امام علی علیه السلام خپلو ملګرو او حتي دښمنانو ته د اسلامي امت او حکومت د مسائلو په باب لیکلي دي. همداشان پکښې هغه لیکونه او حکمونه شامل دي چې امام د مسلمانانو د چارو حکومتي مسئولانو او والیانو ته لیکلي دي او په هر یو لیک کښې یې د حکومت او د هیواد د اداره کولو ترټولو غوره اصول، د خلکو د خدمت په تیره بیا د ضعیفو خلکو او مستضعفې پرګنې د حقوقو د ساتلو په هکله ډیره ښه لاره ښودلې ده او د اسلامي حکومت کارکونکو ته یې د دغو ټولو حکمونو د پوره کولو او خیال ساتلو سپارښتنه کړې ده.

له دې نه علاوه د امام علی علیه السلام په مکاتباتو او اصولاً د هغوي په ټولو لیکونو او لیکنو کښې د هغه وخت له مسائلو نه علاوه له یوې خوا د اسلام په رڼا او په اسلامي حکومت کښې د ژوند اصول بیان شوي دي او له بلې خوا د امام له نظره د اسلام تربیتي، اخلاقي او اعتقادي مسائل روښانه شوي دي.

د نهج البلاغه دریمه برخه د امام علی علیه السلام په لنډو ویناو مشتمله ده چې پکښې زیاتره له یوې یا دوو کوټلو جملو جوړې دي. خو په همدغو ډیرو لنډو ویناو چې په (کلماتِ قصار) مشهورې دي، هرې یوې کښې د معنې او مفهوم یو دریاب موجود دی.

د امام علی علیه السلام دغه کلمات قصار زیاتره د هغه حضرت د پندونو او نصیحتونو، د سمې اعتقادي رودې په هکله د بې مثاله لارښوونو او د اسلامي تربیت او روزنې په هکله دي. هغه ژور او له معنا ډک مطالب چې په دغو لنډو جملو کښې موجود دي، داسې دي چې هر دوست او دښمن هغه د امام د نورو آثارو او تفصیلي ویناو په شان له قرآن کریم او د پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) له ویناو او احادیثو نه پس د پاک او نیکمرغه ژوند لپاره د انسان ترټولو لوړې لارښوونې بللې دي. په دغو ټولو کوټلو خبرو کښې د ژوند درسونه او د انسانیت بیلګه او ښه والی او ښه ژوند تیرول نغتي دي.

ګرانو دوستانو د حضرت امام علی علیه السلام د معنوي، سیاسي او ټولنیزو کمالاتو د پیژندنې او معرفت لپاره خپله د دوي له ویناو نه زیاته مطمئنه لار نشته. نو مونږ به د دې لړۍ په راتلونکو برخو کښې د امام علی علیه السلام په ویناو کښې د دوي ځانګړي فضایل او کمالات ولټوو. تر هغې مو په متعال خدای(ج) سپارو.