دلالت

دلالت

ژباړه: عبدالرحيم دراني

 

تعريف (پېژندنه) :
كله، چې بنيادم د وره ټكار واوري؛ نو پوهېږي، چې د وره شا ته څوك ولاړ دى او ور وهي. دا؛ ځكه، چې د وره ټكار د داسې يو چا
ښودنه كوي، چې د وره شا ته ولاړ دى يا په بله ژبه د يو كس پر شتون دلالت كوي. د وره ټكار ته “دال” وايي. كوم كس، چې ور وهي
هغه “مدلول” دى او هغه صفت، چې د وره له ټكار څخه ذهن ته راځي، “دلالت” نوميږي.

همداراز هر هغه څيز ته، چې كله پرې مونږ ته علم حاصل شي او دا علم زمونږ ذهن يو بل وجود ته ورلېږدوي، “دال” نومول كيږي. هغه
دوه يم وجود ته “مدلول” او دې صفت ته “دلالت” وايي. د دلالت تعريف مونږ داسې كولى شو: چې هر هغه څيز ته، چې پر هغې علم
حاصل شي او زمونږ ذهن يې يو بل وجود ته ورولېږدوي، دلالت وايي.

د دلالت ډولونه :
په دې كښې شك نشته، چې كله زمونږ ذهن له يو څيزه بل څيز ته منتقل كيږي؛ نو دا چاره يو سبب او علت لري او دا علت په ذهن
كښې د دغو دوه څيزونو له يو بل سره كلكې اړيكې دي. دا ذهني تړاو هم يو سبب لري او سبب يې په بهر او حقيقت كښې د دغو دوه
څيزونو له يو بل سره تړاو او اړوندوالى دى. دغه تړښت او اړوندوالى درې ډوله وي: ذاتي، طبيعي او وضعي. يعنې يو چا وضع او
ټاكلي وي؛ نو د دلالت قسمونه درې شول: عقلي، طبيعي او وضعي.

1. عقلي دلالت : كله، چې د دال او مدلول په منځ كښې ذاتي تړښت او اړيكې وي؛ په بهرني وجود كښې د يو بل لازم او ملزوم دى،
چې دې ته عقلي دلالت وايي. لكه اثر او موثر.
مثلاً كله، چې انسان خبر وي، چې رڼا او وړانګې د لمر د سترګې اثر دى؛ نو، چې په ديواله د لمر وړانګې وويني سمدلاسه يې ذهن
دې ته ځي، چې لمر راختلى دى. يعنې وړانګې د لمر په سترګې دلالت كوي، چې دا عقلي دلالت دى. يا مثلاً كه له ديواله هاخوا د يو
انسان يا بل څيز غږ واورېدل شي؛ نو فوراً مونږ پوهېږو، چې له ديواله هاخوا يو څوك يا څه شته.
2. طبيعي دلالت : دا هغه دلالت دى، چې د دوه څيزونو ترمنځ طبيعي تړاو او اړيكې وي. يعنې داسې تړاو، چې د انسان طبيعت –
يې غوښتنه كوي، چې دا دلالت له بېلا بېلو طبيعتونو سره بدليږي او د اثر او موثر او عقلي دلالت په شان نه دى، چې مثلاً خامخا به
له وړانګو ذهن، لمر ته ځي. د طبيعي دلالت بېلګې ډېرې دي.

لكه د ځينو انسانانو طبيعت داسې دى، چې د غم په وخت وايي اّخ او د خواشينۍ په وخت سر پر دواړو لاسونو نيسي يا داسې نور.
كله، چې انسان په دغو اړيكو او تړاو پوه شي؛ نو له يوه تړاو څخه يې ذهن سمدلاسه بل ته ورلېږدول كيږي. مثلاً كه د اّخ كلمه
واوري؛ نو پوهېږي، چې سړى په غم كښې دى يا كه يو سړي سر په لاسونو كښې نيولى وي؛ نو پوهېږي، چې فكر كوي.
3. وضعي دلالت : په دې كښې د دوه څيزونو يعنې دال او مدلول ترمنځ تړاو، عقلي يا طبيعي نه وي، بلكې يو چا جوړه كړې او –
ټاكلې وي. لكه خطوط او ليكونه، چې په الفاظو دلالت كوي يا د واټونو، ډريورۍ، برق، حساب او هندسې نخښې او نور داسې
ساينسي كمپيوټري او ډول ډول علمي نخښې او اشارې؛ نو كله، چې بنيادم په دغه تړاو او اړيكو پوه شي، سملاسي يې ذهن له داله
مدلول ته رسيږي.
د وضغي دلالت ډولونه :-
وضعي دلالت دوه قسمه دى.

1. لفظي دلالت : كله، چې دال يو لفظ وي او په معنا دلالت كوي. –
2. غير لفظي دلالت : كله، چې دال لفظ نه، بلكې بل څه وي. لكه اشارې، كرښې، نقشې يا د علم نور رموز او هغه بورډونه، چې په –
سړكونو د لارې د يو اړخيزوالي يا نورو نخښو لپاره لګيدلې وي يا داسې نورې نخښې.
لفظي دلالت :-
پېژندګلوي: له تېرو مطالبو په دې خبره پوه شو، چې پر معنا د لفظ د دلالت سبب په ذهن كښې د لفظ او معنا ترمنځ موجودې كلكې –
اړيكې دي او دا اړيكې او ملازمه يو چا جوړه كړې او وضعه كړې ده؛ نو د لفظي دلالت تعريف به دا شي، چې: يو لفظ، چې كله له
متكلم او ويانده ادا شي او مونږ له لفظ څخه د هغه پر معنا او مطلب پوه شو، دې ته لفظي دلالت وايي.
د لفظي دلالت ډولونه (مطابقتي، تضمني، التزامي):
يو لفظ په معنا باندې پر درې ډوله دلالت كولى شي:

1. مطابقتي (بشپړ) دلالت: چې لفظ پر خپلې ټولې معنا دلالت وكړي او ورسره سمون وخوري. لكه مونږ، چې ووايو “كتاب” او له –
كتابه مو ټول كتاب، سره د پاڼو، كاغذ الفاظو او هر هر څه مراد وي يا د انسان لفظ پر خپلې ټولې معنا دلالت كول. يعنې د “ناطق
حيوان”. دې ته تطابقي يا مطابقتي دلالت وايي؛ ځكه، چې لفظ او معنا سره سمون او مطابقت لري. د الفاظو اصلي دلالت همدا
دلالت دى؛ ځكه، چې د خپلې ټولې معنا لپاره وضع شوى دى.
2. تضمني دلالت: كله، چې يو لفظ د خپلې معنا په يوې برخې دلالت وكړي او هغه برخه د ټولې معنا په ضمن كښې موجوده وي. –
لكه كه ووايو “كتاب” او له كتابه مو مراد يوه پاڼه يا يو مخ يا د كتاب پوښ وي. يا انسان ووايو او مطلب مو يواځې “حيوان” يا
“ناطق” وي.

كه دكاندار ووايي، چې د كتاب بيعه دولس روپۍ ده؛ اخستونكى پوهېږي، چې د كتاب پوښ هم په كښې شامل دى. همداراز لكه د
ونې دلالت په مېوې باندې، يا د كور دلالت په كوټو باندې. دې ته تضمني دلالت وايي.
3. التزامي دلالت: كه يو لفظ په خپلې معنا او له معنا بهر په يو بل څيز هم دلالت وكړي؛ خو، چې له دغه معنا سره اړيكې ولري، دې –
ته التزامي دلالت وايي. مثلاً كه يو كس بل ته ووايي، چې قلم راوړه؛ نو مطلب يې دا وي، چې رنګ يا دوات هم ورسره بايد راوړل
شي؛ ځكه، چې قلم، خو بې دواته كار نه وركوي او يواځې د قلم غوښتل كافي دي، اوريدونكى دوات هم رواړي يا كه اوبه وغواړي؛
نو مطلب يې دا دى، چې د اوبو لوښى هم بايد وي؛ ځكه، چې اوبه، خو بې لوښي نه شي راوړل كيدى. يا كه څوك ووايي ټكسي
راوله؛ نو ډريور يې هم ورسره مراد وي.
البته د التزامي دلالت شرط دا دى، چې د لفظ، معنا او د لازم څيز ترمنځ په ذهن كښې يو تړاو وي او د اوريدونكى په ذهن كښې دا
خبره پخه وي، چې يو څيز نه ورسره بل څيز هم دى. لكه بايد اوريدونكى پوه وي، چې له قلم سره دوات هم بايد راوړل شي. بله دا، چې
دا ملازمه او تلازم هم بايد جوت او ښه ښكاره وي او بل څيز او واسطې ته اړتيا ونه لري، بلكې د لفظ له كارولو ذهن او پام سملاسي
د هغې لازم او اړوند څيز ته هم واوړي.