د یوه طالب العلم حیرانونکې قصه

د یوه طالب العلم حیرانونکې قصه

شیخ الاسلام علامه شمس الحق الافغاني رحمه الله به فرمایل چې د دارلعلوم دیوبند د حدیث د برخې یو طالب العلم وفات شو …. هغه د افغانستان اوسیدونکی و

جنازه ور باندې وشوه او هلته دفن کړای شو … د هغه ورثه و ته یې لیک واستوه …. واټن لرې و او لیک نږدې شپږ میاشتې وروسته هغوی ته ورسېد … د هغه خپلوان راغلل … مهتمم صاحب قاري محمد طیب سره د هغوی لیدنه وشوه او هغوی غوښتنه کوله چې خپل مړی له قبر څخه راوباسي او له ځان سره یې افغانستان ته یوسي … مهتمم صاحب ډېر وپوهول خو هغوی پخپل ضد ول … هغوی خبره نه منودله نو مهتمم صاحب دوی ماته راولیږل ماهم هغوی ډېر وپوهول خو هغوی ویل چې یا به موږ خپل مړي وړو اویا به موږ ټوله کورنۍ دلته راوړو ــ لدې څخه کومه بله لار نشته .

ماورته وویل چې تاسو ځئ …. د الله بنده ګانو! …. تاسو نو د الله تعالی راز ښکاره کوئ کله چې قبر پرانستل شو نو له شپږو میاشتو وروسته هم مړی پخپل کفن کې سالم پروت و اوله هغه څخه اعلی خوشبويي راتله … د مړي جسد په صندوق کې کېښودل شو او په احترام له مړي سره یو طالب العلم هم واستول شو … د لاهور له لارې پيښور ته تګ و …. د پيښور ریلوې سټیشن پولیسو چې دا صندوق ولیده نو هغوی وویل چې دا مړۍ نده بلکه دا کستوري یا مشک دي چې تاسو یې قاچاق کوئ پولیسو چې صندوق خلاص کړ نو هلته د حدیث د دورې طالب العلم و او له هغه څخه خوشبويي راتله !!

دا حال خو د حدیث د طالب العلم وو اوس د تصویر دوهم مخ وګورئ !…. په همدغه ورځ د پيښور د یو نواب ځوی مړۍ چې له برتانیې څخه هوایي میدان ته را رسېدلی و هغه د انګریزي یا دنیوي تعلیم د زده کړې لپاره بهر ته تللی و خو له مړینې څخه یې درې ورځې تېرې شوې وې لیکن د بدبويي او عفونت یې داسې حال وه چې د هغه نږدې خپلوان هم د هغه کټ ته نږدې نه ورتلل نوبت دغې خبرې ته راغی چې په مزدورانو یې یوسي او هغه خښ یا دفن کړي …. حضرت علامه الافغاني رحمه الله لیکلي چې خلکو له دغې پیښې ډېر عبرت واخیست او د دیني علومو د ترلاسه کولو شوق او مینه په خلکو کې لا نوره هم پیاوړې شوه.