علماؤ سره ملاقات

علماؤ سره ملاقات

منعم زه حرم کښې يو جومات ته دننه کړم په دې جومات کښې د قالينو جانمازونه خواره وو چې پرې ډير خکلې خط کښې قرآنی آيتونه ليکلې شوې وو ، زما نظر اول په هغه ماشومانو پريوتو کومو چې دستار په سر کړې وو اوکتابونه په لاس خپلو مباحثو کښې مشغول وو ، د منظر زما ډير خوښ شو ځکه چې ما تر اوسه د دې په عمر څوک نه وو ليدلې چې دستار يې په سر وې د دې عمرونه به د ديارلس (١٣ ) نه شپاړلس (١٦ ) کاله وو ،

هغې په دې جامو کښې لکه د سوارلسمې سپوګمې زليدل ، منعم د هغې نه د “ سيد ” تپوس وکړو هغه د جمې نمونځ له تلې وو ما ته نه وا پته چې دا سيد نه څوک دې چې منعم يې تپوس کوې ؟ خو دا نه راته پته ولګيده چې عالم دين دے ، خو وروستو راته معلومه شوا چې هغه “ السيد خوئی ” دے چې د نجف د مدرسو رئيس دې _

او په شيعو کښې سيد صرف هغې ته ويلې شې کوم چې د رسول الله صل الله عليه وآله وسلم د نسل نه وې او که هغه عالم وې او که طالب علم هغه تور دستار په سره وې او نو ر علماء او طالبه سپين دستار په سره وې او الشيخ باندې بللې کيګې ، څه سيدان چې عالمان او طلبه دې هغې شين پټکې په سره وې  _

زما ملګرې هغه ماشومانو ته وويل : دې به تاسو سره څه وخته پورې دلته کينه چې زه د سيد سره ملاقات وکړم ،  هغې هم ماته پخير رالې ووې او ځان سره يې په درناوې کينولم او مونږ د دائره په شکل کښې کيناستو _

ما د هغې مخونو ته سترګې غړه ولې او د مې محسوسه وله چې دې د ګناه نه پاک دې او د دې باطن او ظاهر به پاک وې ، زما ذهن ته د رسول الله صل الله عليه وآله وسلم هغه حديث راغلو چې په کښې فرمائې : “ انسان خو په فطرت پيدا دې د خو د هغه  مور و پلار وې چې هغه نه يهودې ، عيسائې او مجوسې جوړ کړې ” _

او ما ځان سره وويل : يا ترې شيعه جوړ کړې _

هغې زما نه تپوس وکړو : تاسو د کوم ځې اوسيدونکې يو _

زه : د تيونس _

هغې : په تيونس کښې هم حوزه (مدرسه ) شته _

زه : هلته کالج او يونيورسټيانې دې _

ما باندې د سوالاتو يلغار شروع شو او د هغې هر سوال اهم او مشکل وو خو ما دې ماشومانو ته څه جواب ورکړې وو د هغې په ذهن کښې هر اسلامې ملک کښې مدرسې دې چې په کښې د فقه ، اصول فقه او د تفسير درسونه خودلې کيګې ، خو د ورته نه وا پته چې زمونږ په ملکونو کښې اوس د مدرسو په ځې داڅې اسکولونه اوکالجونه دې چې د عيسايانوپه لاسونو کښې دې ، ما به دې ته څه ويل چې تاسو مونږ نه په ترقے کښې ډير ورستو پاتې شوے ؟

په دې کښې يو سوال وکړو چې په تيونس کښې کوم مذهب رائج دې ؟

ما ورته وويل : مالکې _

زما خيال شو چې هغې کښې بعضو وخندل خو ما په ځان پوهه نکړل _

هغه : ته مذهب جعفری پيژندې ؟

زه : خدائے دې خير کړې دا نوې نوم څه دې ؟ زما په خيال که ددې څلورو مذهبونو ( مالکی ، شافعی ، حنبلی ، حنفی ) نه علاوه بل مذهب وې نو هغه به يقيناً غير اسلامې وې _

هغه په خندا کښې : معافې غواړم ! خوهم مذهب جعفری صحيح اسلام دۍ _ ته ترې خبر نه يې چې امام ابو حنيفه د امام جعفر صادق عليه السلام شاګرد وو ؟ او دې باره کښې ابو حنيفه واې :

لولا السنتان لهلک النعمان

که هغه دوه کاله نه وې نو نعمان به هلاک شوے وو

ما څه جواب ورنکړو او چپ شوم ځکه چې نن ما يو داڅې خبره اوريدلې وا چې مخکې مې نه وا اوريدلې او بيا مې ځان سره د خدائے شکر وکړو چې د خه دا چې د دې امام ( امام جعفر صادق ) د امام مالک استاد نه دې ، ما ورته وويل ځه مالکې يم حنفې نه يم –

هغه : اتفاقاَ د څلور واړه مذهبونه د يو بل نه اغستلې شوې دې امام احمد بن حنبل د امام شافعی نه ، امام شافعی د امام مالک نه ، امام مالک د ابو حنيفه نه او امام ابو حنيفه د امام جعفر صادق شاګرد دې بس د ټول د امام جعفر صادق شاګردان شو او د اولنې کس وو چې د خپل نيکه رسول الله صل الله عليه وآله وسلم په جومات ( مسجد النبی ) کښې د اولنے اسلامې يونيورسټۍ بنياد کيښود او تقريباَ څلور زره فقيه او محدثانو ترې درس اغستلې وو _

زه دې ماشوم ته ډير حيران شوم ده ته دا خبرې داڅې يادې وې لکه زمونږ ماشومانو ته د قرآن آيتونه ياد وې _

او هغه وخت خو زه نور هم حيرانه شوم کله چې هغه د تاريخ کتابونو نه ماته بعضې حوالې راکړې چې د هر کتاب جلد ، باب او فصل ياد وو ، ده ماسره داڅې خبرې کولې لکه چې استاد د خپل شاګرد سره کوې ، ما د هغې په مخکښې د خپلې کمزورې احساس کولو او ځان سره مې ويل چې اے کاش زه هم د خپل ملګرې سره لاړ وې او دې ماشومانو کښې نوې ناست ځکه چې هغې د فقه او تاريخ داڅې سوال نه وو پريخې چې ما له يې جواب راغلې وې _

هغه : ته د چا تقليد کوې ؟

زه : د امام مالک _

هغه : ته څنګه د هغه مړې تقليد کوې چې دهغه او ستا ترمينځه د څوارلس سوا (١٤٠٠) کالو فرق دې ، که ته هغه نه نن د يوې نوې مسئله  تپوس وکړې نو هغه جواب درکولې شې ؟

زه : (لګ غور او فکر نه پس ) ستاسو امام جعفرصادق خو هم نن نه څوارلس سوا (١٤٠٠) مخکښې تير شوې دې ته د چا تقليد کوې ؟

ټولو په شريکه جواب راکړو : د سيد الخوئی _

زه په دې پوهه نه شوم چې امام جعفر صادق لوې عالم وو که سيد الخوئی _ ما ځان سره فکر کولو چې ځان څنګه د دې ماشومانو د سوالونو نه بچ کړم بيا مې د بحث موضوع بدله ولو د پاره د هغې نه سوال وکړو : نجف کښې د وڅيدونکو تعداد به څومره وې ؟ او دې ځې نه بغداد ته فاصله څومره دا ؟ هغې چې به د يو سوال جواب راکولو ما به بل سوال تيار کړې وو ځکه چې ما د هغې مقابله نشوه کولې او د خپل شکست احساس راته شوې وو خو ما نه غوستل چې دا شکست  په دې ښکاره شې او زه د دې اعتراف وکړم خو زړه کښې مې شکست منلې وو او هغه عزت او مقام چې کوم مې په مصر کښې وو او کوم علم باندې چې به ما فخر کولو هغه د دې مخکښې خاوری وو خصوصاَ د دې ماشومانو سره د ملاقات نه ورستو ما ته دا جمله رايادې ده :

فقل لمن يدعی فی العلم فلسلۃ

عرف شیئا و غابت عنک اشیاء

ترجمه

ما ځان سره فکرکولو چې د دې کم عمره ماشومانو عقل د هغه استاذانو نه چې ما ورسره په مصر (الازهر ) کښې ملاقات کړې وو يا د تيونس هغه علماؤ نه چې ماپيژندل ډير دې _

دې کښې سيد الخوئی راغلو او هغه سره د علماؤ يو جماعت وو او د هغه د مخ نه عظمت او زبرګې ښکاره وا ، ټول طلبه د هغه په احترام کښې ودريدل زه هم د هغې سره ودريدم ماشومان ورمخکښې شول او د هغه لاس يې خکل کړو خو زه په خپل ځې ولاړ وم ، د سيد الخوئی کيناستو سره ټول کيناستو ، سيد الخوئی ټولو ته سلام وکړو اوبيا يې بيل بيل ته ويل :

”مساکم الله بالخير”

او چې چاته به يې د ويلې هغه به هم په جواب کښې د جمله ويلې ، او ما هم ورته د نورو غوندې هم د جواب ورکړو _

له دې نه پس منعم سيد ته ورو شان څه وويلې او زما طرف ته يې اشاره وکړه او ماته يې وويل چې سيد ته رانځدې شم زه د سيد خې لاس ته کيناستم ، د پخير راغلې نه پس منعم ماته وويل چې سيد ته ووايه چې تيونس کښې د شيعو باره کښې خلق څه عقيده لرې ؟

ما ورته وويل : هغه خبرې او قيصے پريګده هغه مهمې نه دې مهمه دا د چې زه ځان پوهه کړم چې شيعه څه دې ؟ زما يو څو سوالونه دې خو جواب يې ساده او صريح غواړم _ خو منعم اصرار وکړو چې زه سيد ته وويم چې زمونږ د شيعو باره کښې څه عقيده لرو ؟

زه : شيعه زمونږ په نظر کښې د يهوديانو او عيسايانو نه هم بدتر دې ځکه چې يهود د خدائے عبادت کښې او په موسی عليه السلام ايمان لرې خو شيعه خو د علی عبادت کوې او بل ټوله يې چې د علی عبادت نه کوې او د خدائے عبادت کوې هغې علی د رسول الله نه هم افضل ګڼې _

او بيا مې ورته د جبرائيل عليه السلام هغه واقعه بيانه کړه ، کومه چې د شيعو باره کښې مشهوره دا ، چې د دې عقيده دا چې جبرائيل عليه السلام د وحی په امانت کښې خيانت کړې دې او د علی په ځې يې محمد رسول الله صل الله عليه وآله وسلم باندې وحې کړې _

سيد الخوئی لګ وخت له سر خکته کړو او بيا يې ماته وکتل او وې ويل :

مونږ ګواهی ورکه وو چې د الله نه سوا بل معبود نشته او محمد صل الله عليه وآله وسلم د الله رسول دې ، د الله درود دې وې په هغه او د هغه په پاک اولاد باندې ، ګواهی ورکه وو چې علی د الله بندګانو نه  يو بنده دې _

بيا هغه ناستو خلقو ته وکتل او زما طرف ته يې اشاره وکړه او وې ويل :

وګورې څنګه غلطے پروپيګنډې او دروغ خلق په غلطو لارو روان کړې او د هڅه د تعجب خبره نه ده ځکه چې ما دې نه زياتې غلطے او بی بنياده خبرې اوريدلې دې “”