د نجف سفر

د نجف سفر

يوې شپې منعم راته وويل :که خدائ وغسته نو سبا به مونږ نجف اشرف ته ځو _

زه : د نجف څه دې ؟

منعم : هلته مدرسه ده او د امام علی عليه السلام مقبره شريفه ده _

زه ډير حيران شوم چې د امام علی عليه السلام قبر کله نه وپيژندلې شو ځکه چې مونږ د استاذانو او مشرانو نه اوريدلې وو چې د امام علی عليه السلام قبر معلوم نه دے _

مونږ سبا په يو ټيکسې کښې سواره شو او کوفه ته راغلو هلته چې ورسيدو نو اول د کوفه جومات ته چې د اسلامې زړو آثارو نه دې لاړو ، زما ملګرې به ماته تاريخې ځې نه خودل ، د مسلم بن عقيل او د هانی بن عروه زيارت ته لاړو او هغه راته مختصر د هغې د شهادت قيصه تيره کړه او بيايې هغه محراب ته لاړو کوم کښې چې امام علی عليه السلام شهيد شوې وو له دې نه پس د امام علی عليه السلام کور ته لاړو کوم کښې چې به هغه د خپل ځامنو حسن او حسين عليهم السلام سره وسيدو او په دې کور کښې يو کوې  وو چې هغې نه به هغې اوبه سخلې او چارندام به يې په کولو _

ما هلته داسې روحانيت محسوس کړو چې دنيا او د په هغې کښې موجود لذتونه يې رانه هير کړل او د امام علی عليه السلام په زهد باندې حيرانه وم چې د ټول مسلمانانو خليفه وو او دانه ساده ژوند يې تيرولو _

او د خبره به مې بي ځيه نوې چې مونږ د کوفې په خلقو کښې ډير احترام او تواضع وليدو مونږ به چې چرته تللو خلقو به ډير ادب سره استقبال کولو او سلام باندې به مخکې کيدل ، منعم په هغې کښې اکثر خلق پيژندل د يوې مدرسه مدير مونږ ځان سره کور ته بوتللو هلته مو د هغه ماشومانو سره هم عليک سليک وشو چې ډير بااخلاقه ماشومان وو مونږ شپه هم هغه سره سبا کړه خو داڅې راته ښکارې ده لکه چې خپل کور او خپل خلقو کښې يم ، هغې چې به کله د اهل سنت ذکر کولو نو ويل به يې “ زمونږ اهل سنت وروڼه ” او چې کله ورسره مانوسه شوم نو د امتحان لپاره مې د هغې نه هم يو څو تپوسونه وکړل چې معلومه کړم چې دې څومره رشتينې دې ؟

دې نه پس مونږ نجف ته روان شو چې د کوفې نه لس کيلوميټره لرې دې هلته رسيدو سره ماته د کاظمين هغه دسرو مينارې او ګنبد راياد شو ، د نورو ذائرينو شان مونږ هم اذن دخول ولوستو او د امام علی عليه السلام حرم ته داخل شو د کاظمين په شان زه دلته هم حيرانه وم خير خو ما فاتحه ولوسته او تر اوڅه مې يقين نه وو کړې چې په دې قبر کښې امام علی عليه السلام پروت دې ، ما ځان له د يقين ورکولو ډير کوشش وکړو خو بيا به مې ځان سره وويل چرته په کوفه کښې د امام علی عليه السلام هغه ساده کور او چرته دا ! ما په زړه کښې اويل : امام علی عليه السلام به حڅه کله د اجازت نه ؤ ورکړې چې په نورې دنيا کښې دې خلق د اولګې نه مرې او د هغه په قبر دې د سروزو کار وشې او بيا هغه خلق چې ما لار کښې وليدل چې خيريې غوستلو ، ما ځان سره وويل اے شيعو ! تاسو په دې کښې غلط يے د يو غلطی قبوله کړے آيا رسول الله صل الله عليه وآله وسلم  په خپله امام علی عليه السلام نه وو ليګلې چې ټول قبرونه د ځمکې سره سم کړې ؟ نو بيا د سروزرو او د چاندے نه مزين د قبرونه ولې ؟ که د شرک نه وې نو هم يوه لويه ګناه خو ده چی اسلام کښې اجازت نشته دې _

منغم په لاس کښې د خاورو نه جوړه يو ټکرې راغستې وو او ما نه يې تپوس وکړو ته نمونځ کوې ؟

زه : زه د قبرونو خوا کښې نمونځ نه کوم  _

منغم : خه ده نو لګ صبر وکړه چې زه يو دوه رکعته نمونځ وکړم  _

د هغه د راتلو پورې ما ضريح باندې آويزان بورډ لوستل شروع کړل بيا مې د ضريح په جال کښې کتل شروع کړل چې په کښې ډير شئ مختلفې سيکې پرتې وې ريال ، درهم ، ليره ، دينار هره سيکه پکې پرته وا دا به زائيرينو اچه ولې ځکه چې د روضه د امور خيريه له طرفه دخير په کارونو کښې شريک وې  ، دا ډيرې پيسې جوړې دې زما د خيال وو چې دا به مياشتو کښې جمع شوې وې خو ملګرې راته وويل چې د انتظاميه هره شپه خالې کوې او دا پيسې په يوه ورځې کښې جمع شوې دې _

زه هلته ملګرې سره حيرانه راروان شوم او ځان سره مې ويل چې اے کاش ماله يې د دې پيسونه راکړې وې او په هغه فقيرانو کښې هم تقسيم کړې وې کوم چې لاره کښې ناست وو _

ما به چې کوم خوا کتل خلق به وو څه خلقو نمونځونه کول څه تقريرونو ته ناست وو چې يو اوچت منبر نه به ورته خطيب واعظ او نصيحت کولو او څه خلقو په تيزه تيزه جړا کوله اوڅه خلقو خپلې سينې وخلې ، ما غوستل چې د منعم نه تپوس وکړم چې د خلق ولې ژاړې او ځانونه وخې خو په دې کښې يوه جنازه راغله او څه خلقو په صحن کښې قبر تياره ولو چې دا مړې دفن کړې ، دا خيال وکړو چې د خلق دې مړې پڅې ژړا کوې چې عزيزان يې دې .