رڼا: يو څو يادونې او يوڅوخبرې

رڼا: يو څو يادونې او يوڅوخبرې

هغه  ورځ به می هېره نه شی ـ کله چې زۀ پلار د کوڅې (چم)  جومات ته بوتلے وم ـ دا د روژې مياشت وه او په جومات کښې د تراويح د نمونځ لپاره مونږ راټول شوې ووـ زما عمربه دغه وخت لس کاله هم نه ؤ، پلار مې  له نورو نمونځ ګزارو سره زما پېژندګلی وکړه او هغوی  ټولو ماته هرکلے وويلو ـ

زۀ له دې نه خبر وم چې موﻻنا صاحب به په دی کال ما هم  دوه يا درې شپی د تراويح د نمونځ لپاره وړاندې کوې ـ هسې خو زۀ  به هم د کوڅې هلکانو سره د تراويح نمونځ کښې و روستو ولاړ وم او په تمه به اومه چې کله به مولانا صاحب دقرآن سوره مريم ته رارسی ځکه چې له دې نه وړاندې ماته قرآن ياد ؤ ـ  زما پلار دا خوښوله چې زۀ له مکتبه قرآن کريم حفظ کړم او کور کښې له مولانا صاحب نه د قرآن خصوصی درس ياد کړم  ـ مولانا صاحب چې ړوند ؤ د ټول قرآن حافظ ؤ ـ ما په ماشوم توب کښې نيم قرآن حفظ کړے وؤ ځکه مولانا صاحب د قرآن تجويدی مسائل ماته په ډير محنت سره ياد کړل او بېشميره ځل يې زماامتحان واخېستو ـ ان تردې چې زما له اړخه مطمئن شوـ ځکه يې دا ځل زۀ امامت ته وړاندې کړم زما په امامت کښې نمونځ او تلاوت هم هغسې وشو لکه څرنګ چې مې پلار او مولانا صاحب غوغښتل،ټول حاضرکسان خوشاله شول، او زما پلاراو مولانا صاحب ته يې زما په تعليم مبارکی ورکړه

او ټولوپه د اسلام په نعمت او د́ ́   شيخ په برکاتّو̀ ̀  دا الله شکر ادا کړو ـ

هغه روژې د  هيرولو نه دی، هغه وخت مې اوس هم په زړه شی، هغه شهرت ! هغه ناموری ! زما شهرت له چم نه ښار ته خور شو ، او د روژې دې شپو زما په ژوند ډير ستر اثرپرېښود او زۀ يې  له دين سره ډېر  اشنا کړم چې د هغې اثر تر اوسه موجود دے ـ ځکه چې زۀ اوس هم کله د فکراونظر په عروج کښې ګډ وډ شم نو خپل ځان کښې يو داسې طاقت محسوسوم چې هغه ما د هدايت لارے ته راکاږی .

او چې زۀ کله د ځان دننه ضعف او د ژوند د بې مقصدۍ احساس کوم نوهم دا يادونه وی چې ما د روحانی دراجاتو اوچت مقام ته بوځی او زما په  زړه کښې د ايمان ډيوه بله کړی . او دا رنګ که  ذمّه واری هر څومره لويه وی نو د هغې د پوره کولولپاره زۀ  ځان کښې  حوصله پيدا کړم .

لکه څنګه چې هغه ذمّه واری چې کومه پلار يا په حقيقت کښې مولانا صاحب ”په ماشوم توب کښې د امامتۍ ذمه واری ‏”ماته حواله کړې وه،هغې په يو داسې احساس  زۀ مجبور کړم چې زۀ کومې درجې ته مائل وم  ، هغې درجے ته  ځان ورسوم  يا  کم ازکم  دا احساس به  تازه  ؤ چې په ما کښې کمے دے . او دا رنګ ما خپل ماشوموالے او د ځوانۍ عمر خپل خاندانی عزت سره تېرکړو چې هغه د لوبوټوقو نه هم خالی نه ؤ. خو ډيره حصه يې په تقليد او په زدکړو کښې تېره شوه ،دا د الله تعالی عنايت ؤ  چې زۀ د خپلو نورو وروڼو نه  ډير سنجيده وم، اودا  چې  هميشه به  د ګناه او تهمت  د ځاې نه  لرې وم .دا نه  ويل به ډيره ناقدری وی چې زما په شخصيت جوړونه  کښې زما د مور ډير لاس ؤ .  زۀ چې د کله راهسې  په  ښه او بد پوه شوے يم نو ګورم چې مور مې  راسره  د  قرآن  سورتونه  يادوی، او نمونځ او طهارت  راته  ښئ ، او  ډيره  توجه  راته  راکوی .  زۀ  د  هغې  مشر زوے  وم  ،  هغې  په  دی  کور کښې  بله  ښځه  “” بنه “”  هم  ليده  چې  هغه  د دی  نه  سو کاله  مشره  وه  او  د هغې زامن  زما د مور همځولی  وو ،  دا رنګ  هغې  به  زما  په  پرورش  ځان   ته تسلی ورکوله .اوداسی ېې خپلے بنې او د خپل خاوندله زامنو سره وخت  تيرولو  ـ

زما نوم تيجانی دے چې مور راباندې اېښودے دے . دا نوم په ټولې ”سماوی“ کورنۍکښې ېوامتيازی حېثيت لری ،  زمونږ  ټوله کورنۍ په هغو ورځو کښې د” تيجانی“ حلقه بګوش شوه چې کله د پيرطريقت شيخ احمدتيجانی يو فرزند الجزائر نه قفصې ته راغے او په ”دارالسماوی“ کښې مېلمه شو. ډير زر د دې ښار خلقو او په تيره بيا دانشمند او ثروت مندو کورنيو دا صوفيانه مسلک اختيار کړۀ او د دې تبليغ يې هم وکړو . د خپل نوم په وجه زۀ ”دارلسماوی“ کښې محبوب وم . په ” دارلسماوی “کښې شل (٢٠) کورونه  آباد وو . دې کورنيونه بهر چې کومو خلقوبه له تيجانی طريقت سره محبت او عقيدت لرۀ هغوی به هم زما عزت کوۀ . ډيرو نمونځ ګزارو مشرانو د روژې په هغو شپو کښې چې د کومو ذکر ما مخکښې کړے دے ، زما لاس او سر به يې ښکلوۀ او پلار ته به مې يې مبارکۍ ورکولو سره سره دا ويل چې دا ټول د ”شيخ احمد التيجانی“ برکتونه دې .

يوه خبره چې کول يې ضروری دې دا چې ”تيجانی سلسله“ مراکش ، الجزائر ، تيونس ، ليبيا ، سوډان ، او په مصر کښې مشهوره ده، د مکتب تيجانی متعقدين دخپل مکتب متعلق يو تعصب لرې . هغه دا چې دوې د شيخ احمد تيجانی نه سوا د نورو اولياء الله زيارت ته نځې . او دا عقيده لرې چې ټولو اولياء د يو بل نه علم حاصل کړۍ او شيخ احمد تيجانی براه راست د رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم نه علم حاصل کړۍ . خو دا زمانه نبوت او د شيخ په زمانه کښې د ديارلس (١٣) صديانو فاصله ده. دوې له شيخ نه روايت کوې چې رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم به په ويخه دله راتلو نه چې په خوب کښې . او دا عقيده هم لرې چې نماز کامل کتاب چې شيخ تيجانی ليکلے د څلويخت (٤٠) زلے ختم قرآن نه افضل دے

ما په اختصار سره د تيجانيو ذکر وکړو او که خدائے ته منظوره وه نو د کتاب په نورو پاڼو کښې به يې مزيد ذکر هم وکړم _

زۀ هم د نورو ځوانانو په شان هم دې عقيدے سره د ماشوم والې نه ځوانے ته داخل شوم .  مونږ ټول مسلمانان يو او اهل سنت والجماعت سره تعلق لرو. او دامام مالک بن انس په  مذهب  يو ، خو د تصوف نقطه نظر په حق له  د شمالی افريقے نورو صوفياء سره ډير اختلاف لرو  زکه چې قفصه کښې تيجانی، قادری، رحمانی، سلامی او عيساوی سلسلے موجود دې او د هر سلسلے پير او مرشد د ودونو، ښادے او د نورو خوشالو په موقعه  خپل مخصوص انداز سره قصيدے وائې . د خلق نورو منفی مسائل سره هم تعلق لرې خو بيا هم د دينی شعائرخيال ساتلواواحياء کولو کښې فعال دې او داولياء کرام احترام هم کوې _