د یورپ زوانانو ته د رهبر خط

د یورپ زوانانو ته د رهبر خط

ترجمه: انور شاهين خانخېل

 

د يورپ او شمالي امريکې ځوانانو ته، د اسلامی انقلاب د رهبر آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي پرانېستے ليک

بسم‌ الله الرّحمن الرّحيم…

په فرانس کښې تازه پېښې او په نورو ځينو مغربي ملکونو کښې دغه شان واقعاتو زۀ دې ته مجبور کړم چې د هغو په باره کښې نېغ په نېغه له تاسو سره خبرې وکړم…

زۀ تاسوځوانان خپل مخاطب ګرځوم، نۀ په دې علت چې ستاسو پلارانو او مائېندو ته بې پامي کوم، بلکې په دې وجه چې ستاسو د ملتونو او ملکونو مستقبل ستاسو په لاسو کښې وينم او د حقيقت لټونې حس ستاسو په زړونو کښې زيات ژوندے او بېدار وينم. همدارنګ په دې ليک کښې ستاسو سياستدانانو او واکمنانو ته خطاب نۀ کوم، ځکه چې زۀ په دې باور لرم چې هغوي په اګاهانه او شعوري توګه د سياست لاره د صداقت او رښتينولۍ له لارې بيله کړې ده.

له تاسو سره زما خبره د اسلام په باره کښې ده او په خاصه توګه د هغه تصوير او څېرې په باره کښې ده چې د اسلام په باره کښې تاسو ته وړاندې کيږي. له تېرو شلو کلونو را په دېخوا يعنې تقريباً د شوروي اتحاد له تس نس کېدو وروسته زيات کوششونه شوې دي چې دغه ستر دين د يو ويروونکي دښمن په ځاے کښېنولے شي. د رعب او کرکې د احساساتو او جذباتو راپارول او ترې ګټه اوچتول له بده مرغه د مغرب په سياسي تاريخ کښې يوه اوږده مخينه لري. دلته زۀ نۀ غواړم هغه مختلفې ويرونې چې تر اوسه غربي ولسونو ته القاء شوې دي بيان کړم. تاسو خپله د تاريخ په حقله وروستيو انتقادي مطالعاتوته په يوې کتنې سره وينئ چې په نويو تاريخ ليکنو کښې د دنيا له نورو ملتونو او تهذيبونو سره د مغربي حکومتونو غېر صادقانه او او له دهوکې نه ډک چلندونه غندلې شوي دي. له غلام او مريې ساتنې څخه د يورپ او امريکې تاريخ شرمسار دے، د استعمار له دورې څخه يې سر ټيټ دے، او په رنګين پوستکو او غېر مسيحيانو باندې له ظلم څخه خېځل دے، ستاسو محققان او مورخان د هغو وينې بيونو په وجه چې د کېتولکانو او پروټېسټانو ترمېنځ د مذهب په نامه او يا په وړومبي او دويم عالمي جنګونو کښې د مليت او قوميت په نامه ترسره شوي دي ډېر زيات سر ټيټي دي.

دا چاره خپله يوه دستائېنې وړ چاره ده او زما مقصد هم له دغه اوږد لېسټ څخه د يوې برخې له بيانولو د تاريخ رټل او ملامته کول نۀ دي بلکې له تاسو غواړم چې له خپلو روشنفکرانو او روڼ اندانو تپوس وکړئ چې ولې دې بايد په مغرب کښې تل عامه وجدان د څو لسګونو کلونو او کله کله د څو پېړيو په تاخير او ځنډ سره رابېدار او راويښيږي؟ ولې دې بايد په ډله ايز وجدان کښې بيا کتنه لرې تېر وخت ته معطوفه وي نه په ورځنيو مسائلو کښې؟ ولې له اسلامي ثقافت او تفکر سره د چلند د طريقې په شان په مهمه موضوع کښې د عمومي اګاهۍ له رامنځته کېدو څخه مخنيوے کيږي؟

تاسو ښۀ پوهيږئ چې سپکاوے او د موهومه نفرت او ويرې رامنځته کونه د دغو ټولو ظالمانه ګټو اوچتونو يوه بله ګډه زمينه وه او ده. اوس زۀ غواړم چې له خپل ځانه پوښتنه وکړئ چې ولې د ويرې اچونې او د نفرت خورونې د پخواني سياست هدف اوس دا ځل په بې مخينې توګه اسلام او مسلمانان ګرځېدلي دي؟ ولې په دنيا کښې د قوت او اقتدار جوړښت نن دا غواړي چې اسلامي تفکر ګوښې ته او شا ته پاتې شي؟ مګر په اسلام کښې څه معانې او ارزښتونه د سترو قدرتونو (سپر پاورز) د يو پروګرام د لارې خنډ دے او له اسلام څخه د غلط تصوير جوړونې په سيوري کښې يې کومه يوه ګټه پوره کيږي؟ نو بس زما وړومبنۍ غوښتنه دا ده چې پکار دي د اسلام په خلاف د دغې پراخې تورښودونکي بهير د انګېزو او مقاصدو په باره کښې تپوس او لټون وکړئ.

دويمه پوښتنه مې دا ده چې د وړاندې فېصلې کونو او منفي پروپېګنډو په غبرګون (رد عمل) کښې دا کوشش وکړئ چې له دې مبين دين څخه نېغ په نېغه او بې واسطې شناخت او پېژندګلي حاصله کړئ. سليم منطق دا تقاضا کوي چې لږ تر لږه په دې پوه شئ چې هغه څه چې تاسو مخ ګرځونې ته اړباسي او ويروي مو څه څيز دے او څه ماهيت او اصليت لري؟ زۀ په دې باندې اصرار او ټينګار نۀ کوم چې له اسلام څخه زما مطلب اخېستنه يا هره بله ګڼنه ومنئ بلکې وايم چې د دې خبرې اجازه ورنۀ کړئ چې په نننئ دنيا کښې دغه متحرک او خوزنده او اثر کوونکے حقيقت (اسلام) په ککړو اغراضو او اهدافو سره تاسو ته دروپېژاندلې شي. اجازه ورنۀ کړئ چې په رياکارانه توګه خپل بهرتي کړې شوي دهشتګرد او ترهه ګر تاسو ته د اسلام د نمائندګانو په توګه معرفي کړي. اسلام د هغۀ د اصلي سرچينو او د وړومبنيو او سوچه مآخذونو له لارې وپېژنئ. له اسلام سره د قران شريف او د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د ژوند له لارې اشنا شئ. زۀ دلته غواړم دا تپوس وکړم چې آيا تر اوسه تاسو خپله نېغ په نېغ د مسلمانانو قران ته مراجعه کړې ده؟ آيا د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم تعليمات او د هغه حضرت انساني او اخلاقي درسونه مو لوستي دي؟ آيا تر اوسه مو له رسنيو نه بغېر د اسلام پېغام له نورو سرچينو څخه حاصل کړے دے؟ آيا چرې مو له ځانه دا پوښتنه کړې ده چې همدې اسلام څه ډول او د کومو ارزښتونو په بنياد د پېړيو پېړيو په دوران کښې د دنيا تر ټولو لوے علمي او فکري تمدن وروزلو او د ډېرو اوچتو سائېنسدانانو، دانشورانواو متفکرانو تربيت يې وکړ؟

زۀ له تاسو غواړم اجازه ورنۀ کړئ چې له توهين او سپکاوي د ډکو تصويرونو په جوړولو سره ستاسو او د حقيقت ترمېنځ د احساساتو او جذباتو ديوال ووهي او له تاسو څخه د بې طرفه فېصلې کونې امکان واخلي. نن چې ارتباطي اوزارونو جغرافيائي پولې نړولې دي اجازه ورنۀ کړئ تاسو په مصنوعي او ذهني پولو کښې محصور کړي.که څه هم هيڅوک په انفرادي توګه راپېدا شوي درزونه او فاصلې نۀ شي ډکولې خو له تاسو څخه هر يو کس کولې شي د خپل ځان او خپل چاپېريال د بېدارونې په ارادې سره په دغو درزونو او فاصلو باندې د فکر او انصاف يو پل جوړ کړي. د اسلام او ستاسو ځوانانو ترمېنځ له مخکې نه پلان شوے دغه خنډ که څه هم د خوښې وړ نۀ دے خو کولې شي ستاسو په لټونکو او جستجو کوونکو ذهنونو کښې نوي سوالونه راپېدا کړي. د دغو سوالونو د ځوابونو پېدا کولو لپاره کوشش ستاسو مخې ته له نوو حقائقو څخه د پردې اوچتېدو لپاره يو غنيمت فرصت رامنځته کوي. نو ځکه له مخکې فېصلې کولو نه بغېر په اسلام باندې د صحيح پوهېدنې او د هغۀ د درک کونې لپاره دغه فرصت او موقع ضائع نۀ کړئ چې کېدې شي د حقيقت په وړاندې ستاسو د ذمه وارۍ قبلونې په برکت راتلونکي نسلونه له اسلام سره د مغربي دنيا د چلند د تاريخ دا برخه په ډېرې کمې ناراضګۍ او زيات قراره او آسوده وجدان سره وليکي.