فاطمه كبرى

فاطمه كبرى

ژباړه: محمدرحيم درانی

 

فاطمه کبریٰ (د امام حسين(ع)  لور وه، چې په علم، عبادت او معنويت کښې يې يو لوړ مقام درلود. هغې به تل روژې ساتلې او شپې به يې روڼه ولې او له زاهدو، بيلګو او مجاهدو ښځو څخه ګڼلې کيږي. هغه خپل خاوند حسن مثنیٰ سره،

(چې د امام حسن مجتبیٰ (ع) زوې ؤ) په کربلا کښې موجوده وه او د عاشورا د ورځې دردناک مصيبتونه يې ليدلې ؤ.

دې سختيو او مصيبتونو د فاطمې بي بي حوصله او ميړنتوب کم نه کړو.

کله چې امويانو(بني اميه ؤ) د بي بي په خيمې حمله وکړه نو د هغې بي بي ګشوارې (والۍ) يې په زور د هغې له غوږونو وشوکولې او لوټ يې کړې.

هغه د امام حسين(ع) لور او د زينب (س) وريره وه.

هغه د عاشورا د پيغام رسوونکې وه او پکار ده چې د علي عليه السلام د لور بي بي زينب په شان د ظلم کوونکو محلونه ولړځوي.

له همدې وجې د عبيدالله د حکومت په ځاي (کوفې) کښې يې د بنی اميو د ظلم په خلاف خپله خطبه ورکړله او خلکو ته يې وښودل چې د حسين عليه السلام وينه د فاطمه بي بي په رګونو کښې موجوده ده.

له عاشورا وروسته، وليد بن عبدالملک مروان، د فاطمه خاوند په زهرو شيهد کړ.

هغه شهيد يې، چې د کربلا له زخميانو څخه ؤ، په بقيع په مقبره کښې خاورو ته وسپارل.

له دې وجې چې فاطمه بي بي خپل خاوند سره ډېره مينه لرله د هغه په قبر يې خيمه ولګوله او يو کال يې پرې ماتم وکړ، روژه به يې نيوله او شپې به يې روڼه ولې.

له هغې وروسته يې بيا عبدالله بن عمرو بن عثمان بن عفان سره وادۀ وکړ.

په اخر کښې هغه د لس کم سلو کالو په عمر کښې په 110 هجري کښې له دنيا لاړه او په مصر کښې خاورو ته وسپارل شوه.