د بدن شرکت یا د ایمان او عمل ملګرتیا

د بدن شرکت یا د ایمان او عمل ملګرتیا

«صالح درویش» وايی چې (الّذِينَ مَعَهُ) مطلب دا دی چې هغوي پیغمبر سره د بدن شرکت لرلو یعني رسول الله سره یو ځای کې وو. او لیکوال، د اصحابو د روحاني، ایماني، عقیدتي، فکري او عملي مقام په باره کې هیڅ نه دي وايلي؛ او بل خواه د هغه ادعا عمومی ده او په دې معنا ده چې د رسول الله ټول ملګري دا امتیازات لري.

دا په داسې حال کې چې یوازې د بدن ملګرتیا امتیاز نه لري؛ بلکه د رسول الله ملګرتیا او هغه سره یو ځای ټولنه، هغه وخت ارزښت لري چې ايمان او عمل صالح هم ورسره وي.[1]

قرآن کریم په دې اړه ډیر آیتونه شمير کړي دي او ځينې هغه کسان چې یوازې د الله د رسول سره يې بدني ملګرتیا لرله، قرآن هغوي منافق معرفي کړي دي. پس آیا څوک دا ادعا کولی شي چې: هغوی دا امتیازات لرلو؟

دا اصحاب په څو برخو ویشل کيدی شي:

الف) هغه مشهور اصحاب چې خدای تعالی د منافقين سورت يوازې د دوي په مذمت کې نازله کړی دی؛

ب) د مدينې ډیر خلک چې تل به رسول الله(ص) سره وو او د هغوی اصلي هويت او زهرجن فکرونه د خلکو له سترګو پټ وو؛

(وَمِمَّنْ حَوْلَكُمْ مِنَ الْأَعْرَابِ مُنَافِقُونَ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ مَرَدُوا عَلَى النِّفَاقِ لَا تَعْلَمُهُمْ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ[2]

او له صحرائی عربانو چې ستاسو په شا و خوا کې دي، یوه ډله منافقه ده او د مدینې هم یوه ډله په نفاق باندې پای بنده ده. تاسو هغوی نه پیژنې مګر مونږ هغوی باندې پوهيږو. دوي ته مونږ ډیر ژر دوه ځله سزا ورکوو(په دنیا کې سزا، او د مرګ په وخت کې سزا) بیا به (د قیامت په ورځ) لوی عذاب ته واستول شي.

ج) هغه اصحاب چې خدای تعالی هغوی ته (فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ) صفت سره اشاره كوي؛ (وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلَّا غُرُورًا)؛[3]

او په یاد ولرئ چې منافقانو او د زړه ناروغانو ویلو: خدای او د هغه رسول مونږ ته له جعلي وعدو پرته بل هیځ نه دي راکړي!

د) هغه اصحاب چې پیغمبر به يې ځورول

 (وَمِنْهُمُ الَّذِينَ يُؤْذُونَ النَّبِيَّ وَيَقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ قُلْ أُذُنُ خَيْرٍ لَكُمْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَيُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِينَ وَرَحْمَةٌ لِلَّذِينَ آَمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ رَسُولَ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ)؛[4]

او له هغوی ځینې داسې کسان دي چې پیغمبر ته تکلیف رسوي او وايي: هغه (اوریدونکی) غوږ دی! (د هر چا هر څه اوري او مني یې) ته ووایه: تاسو لپاره د خیر غوږ دى (مګر پوهې شو) هغه په خدای ایمان لري او (یوازې) پر مومنانو باور کوي او په تاسو کې هغو کسانو لپاره رحمت دی چې ایمان یې راوړی دی! او هغه کسان چې د خدای رسول ته تکلیف رسوي، د هغوی لپاره دردوونکی عذاب دي!

هہ) هغه اصحاب چې خدای تعالی باندې شکمن وو؛

(وَطَائِفَةٌ قَدْ أَهَمَّتْهُمْ أَنْفُسُهُمْ يَظُنُّونَ بِاللَّهِ غَيْرَ الْحَقِّ ظَنَّ الْجَاهِلِيَّةِ)؛[5]

او بله ډله چې د خپلو ځانونو فکر کې وه (او د سترګو خوب یې ورک شوی وو.) دوي د خدای په اړه- لکه څنګه چې د جاهلیت په وخت کي شکونه کيدل- ناحقه ګمان کاوه.

آیا عقل سلیم دا منلی شي چې هغه امتیاز چې پدې آیت کې شمېر شوی دی، دې اصحابو ته هم شامل دی؟

پس له همدې امله د (والذین معه) معنی یوازې د بدن ملګرتیا نه ده بلکې فکري، عقيدتي او عملي ملګرتیا ده.

.

[1]. ( وَالَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ) البقره، ۸۲آیت؛ په قرآن مجید کې تر پنځوسو زیات داسې آیتونه شته دي چې ایمان يې عمل صالح تر څنګ ګرزولې دی.

[2]. اتوبه (۹) ۱۰۱آیت.

[3].الأحزاب (۳۳) ۱۲آیت.

[4]. التوبه ۶۱آیت.

[5]. آل عمران (۳) ۱۵۴آیت.